افغان حاجیانوته!

Create: 09/12/2015 - 14:06

حاجیانو خدای کور ته سفر مو پخېر
د وطـن ســولې  له دوعــــــــا وکــړئ
هلته میـنا  او ابـــراهیم مقــــام کی
د خداې  دربــار تـــه  التجا وکړئ
د دی نــــاوریـــن د ختمیدو لپــاره
عــذرو زاري اوتمـــــنا وکـــــــړئ
چی دا د وینې ډک ویالې وچی شي
هــــم نــــنواتـــــــې او ژړا وکــــــــړئ
د هر بنــــده مومن انسـان لپـــاره
دوعـــــا د عفــوې د ګنـــــاه وکړئ
خو ګورئ هلته چې دواګانی کوئ
چــی په اخلاص او بی ریا وکړئ

زما زخمي وطنه

Create: 09/05/2015 - 11:05

زما زخمي زخمي وطـنه پــه تا څه وشولو؟
په اور د جنګ وسوې چمنه په تا څه وشولو؟
ته خواغیارو لره سیمی کی د سترگوخاروئ
ای د میرویــس نیـکه مد فنه په تا څه وشولو؟
چا درته ټیت کتلی نـــشو پدی درســت نړئ کی
اوس دی ریښې باسي له تنه په تا څه وشولو؟
تاسره ډیری ناکـردی خپـــلو بچیانو وکړئ
ګیله به څه کړی له دښمنه په تا څه وشولو؟
ستا له هیـبته به پنجاب په نیمه شـپه لړزید
ځکه یی وران کړلې ګلشنه په تا څه وشولو؟
تا راټول کړي افغانان خپــلی لمنی کی وو
نن ســرګردانه بی وطـنه په تا څه وشولو؟
هر یو وګړی دی په خپل کورکی بسیاوسره

ای ښايسته سپينې کوترې

Create: 05/23/2015 - 09:17

ای ښايســته ســپينې کوتــرې
ســــــولـــې  نښـــــې بختـــــورې
بيــــا را والــــوزه آســــمان تــــه
ســـولـــه راوړه دې جهـــان تــــه
زمــوږ وران افغــانـستــان تـه
چـــې انســـان هلــــته زورېـــږي
هــر خـــوا ويــنې  دي  بهـېـــږي
دجنـګ اور هـر خـوا خـورېـږي
اور کې  وچ لامده ســــوزېــږي
ځوانـې هيلــې خــاورې کېــږي
پـــه سپــرلــي ګــلا ن رژېــــږي
ای ښايسـته سـپينې کــوتـــرې
ســـــولـــې نښــــــې بخـتـــورې
بيــا را والــــوزه آســمــان تــــــه

ای د وطن قاصده

Create: 05/23/2015 - 09:14

ای د وطن قاصده جـــار دې شمه
بس کړه نور ماته د جـګـړوخبــرې
د اعدامــونــواو پاڼســــو خــبــرې
د بمبــــــــاريــواومــرګــــو خـبـــــرې
هــر خوا د ويـنې بهــــېدو خـبــــرې
د مکتبـــو د ســــوزېــــــدو خــبرې
زه  د وطــــن حالــت ځپلـــی يمــــه
له خپلې مېنې ېی شــــــړلی يمــــه
په پــردېسۍ دلتـه راغلـــى يمــــه
غم د وطن په زړه ويشتلـی يمــــه
زه دې خبرو نه نورستـــــړى يمــــه
ماته پيغــــام د ورورګلــوۍ راوړه
خبـر د ســـولــــې او ورورۍ راوړه
د وطـــن بــڼ ته ګل غوټــــۍ راوړه

موري رخصت راکوه ځم درڅخه

Create: 05/23/2015 - 08:55

ماته مُلا ماته مي پير ويلي
ماته د ټول جهاد امير ويلي
د کتاب توري يي په ځير ويلي
هر څه يي زما له پټ ضمير ويلي
پر کلي کور باندي فرنګ راغلي
لښکر د کفر بيا په جنګ راغلي
وخت د غزا او د غورځنګ راغلي
زړو وسلو ته نوي شرنګ راغلي
وخت د جهاد او پاڅيدو راغلي
د جنګ ميدان ته د ورتلو راغلي
د سره کفن د اغوستو راغلي
د خپلو وينو تويېدو راغلي
د مدرسو څخه غازيان راوزي
تنکي زلمي او ماشومان راوزي
جنګ ته روان دي د اسلام پوځونه
کفن په غاړه شهيدان راوزي
د دين دښمن دي ورکوم درڅخه

سولې ته سترګې په لار

Create: 05/23/2015 - 08:50

دازموږ د كلي لارې
څاري ستا لارې دا خوارې
ستابه هم پرې ګزر وشي
دوي به خلاص كړې د ناخوالې
شور به بياشي د مرغيو
دوی به بيا كړي جوړې ځالې
دګودرخواله به راشي
مستې پيغلې ښې خوشحالې
دشاعرشعربه بيا كړي
دالفت اومينې چارې
لوړې سترګې به رحيم كړي
شي به دا سترګې بيا سيالې

سولې ته بلنه

Create: 05/23/2015 - 08:49

سولې ته غږ کړئ افغانان دې غواړي
دا غم ځپلي انسانان دې غواړي
لاسونه لپه په خوله سوال چې لري
سر په سجده دي له رحمان دې غواړي
دا جنتي خلک د خداې پر ځمکه
حورې دې غواړي دا غلمان دې غواړي
جګړه مو بس ده مونږه امن غواړو
غوښتنه کاندي له جهان دې غواړي
تاته لیلا واي دا ستا مین دي
مجنون یې بولي لیونیان دې غواړي
ستا به پرې قدر له هر یو چا ډیر وي
سترګې په لار دي مینان دې غواړي
لکه الهام مو د وطن په زړه شه
درپسې ګرځي شاعران دې غواړي
زمونږ د زړه للمه بیخي وچه ده
زمونږه زړه لکه باران دې غواړي

تاریخ بدلول غواړي

Create: 05/23/2015 - 08:47

په تاریخ کې مو نور څه دي خو جنګونه
هرې خوا نه دي پر مونږه غورځنګونه
لوې لوې سټې راغلې موږ کړې ماتې
جوړ مو نکړل خپل راپاتې ګړنګونه
دنګ لوې غرونه د تندي په ګوزار مات کړو
خو له تیږو یې بیا نور جوړ کړي محلونه
د تاریخ پاڼي مو سرې دې په سرو وینو
یا قتلیږو یا کوو مونږه قتلونه
دې کیسې ته نور د پاې ټکې په کار دې
ودرول غواړي د وینو سیلابونه
که حالت همداسې پاتې وي نو واورئ
خپل بچي به راکوي بد پیغورونه
لکه تیرو غوندې موږ به هم ډیر سپک شو
ټیتې سترګې به یو ټول ځوړند سرونه

سوله

Create: 04/28/2015 - 00:00

د تور ټوپک هالو غړنه ها ککړه شپېلۍ
چې د اور په ها بد مرغه لوګي
له ډېره وخته وه زما او د ورور
د وینو تږې وه او موږ یې خوړو
ما او زما ورور بس دا دومره عمر
د یواو بل ها ډبرینې سینې
د دې شپېلۍ په مټ سورۍ سورۍ کړې
خاورې مو کړل
د پاک قرآن د ایاتونو توري
رانه زخمي زخمي شول
د الفباءنه ترانې جوړې مو
د خپل ماشوم په خوله کې وچې کړلې
خو اوس پښېمانه بو موږ
د تورټوپک هالوغړنه ها ککړه شپېلۍ
اوس موږ را اخستې ده سوري پکې کړو
دالفباء په قرآني تورویې
دمنځ لوګي او وینې څنګه مینځو

د سولې او د یو دردیدلي افغان ځوان د زړه خواله

Create: 04/28/2015 - 00:00

شاعر: سمیع الدین افغاني
سوال او ځواب
سوله : زه نفرتونه ورکول غواړمه
بشر ته مینه ورکول غواړمه

زه یم بنیاد زه یم د سولې پیغام
زه یم احساس زه یم د مینې الهام

زه محبت او  ورور ګلوۍ راولم
مینه اخلاص او خواخوږۍ راولم

زه د ایمان زه د ارمان سره یم
زه د سپیڅلي پاک انسان سره یم

افغان ځوان : راځه ای سولې ستا ارمان ښکلی دی
د ورګلوي ستا  ارمغان ښکلی دی

خو زما  یوه  ګیله  له تانه راځي
ستا د خوږو دغو وینا نه راځي

تیر شو کلونه ډیر وختونه په موږ
د څو لسیزو کړاوونه په موږ

Pages