د استانبول د سولې پروسه
کابل(پژواک، ١٦غبرګولى ٩٤): د افغانستان لپاره د استانبول د سولې پروسه، په ١٣٨٦لمريز کال کې د افغانستان، پاکستان او ترکيې درې اړخيزې لومړنۍ ناستې سره د ترکيې په پلازمېنه انقره کې تر سره شوه. په دې غونډه کې د افغانستان، پاکستان او ترکيې پخوانيو ولسمشرانو هر يوه حامد کرزي، اصف علي زرداري او عبدالله ګل د درې اړخيزه خبرو تر څنګ، د افغانستان د سولې پر پروسه هم بحث وکړ.
درې اړخيزه ناستې د افغانستان او پاکستان تر منځ د نظري اختلافاتو د حل په موخه د ترکيې په منځګړيتوب دوام وموند او ددې لړۍ دويمه ناسته په ١٣٨٧لمريز کال کې بيا هم د ترکيې په استانبول کې د درې واړو مشرانو په ګډون تر سره شوه.