فاروق اعظم د جګړې د ښکېلو لورو تر منځ د منځګړيتوب په هڅه کې دى

Create: 05/11/2015 - 12:15

کابل (پژواک، ۹ غويى ٩٤): د افغانستان د سوله ييز بدلون ټولنې مشر ډاکتر فاروق اعظم، د سولې لپاره هر چا ته ځولۍ غوړوي او وايي، ټولو ته يې پيغام دا دى چې د افغانستان ستونزه پر جګړه نه حل کېږي.
ډاکتر فاروق اعظم د کندهار اوسېدونکی دی، لومړنۍ زده کړې يې له جوماته پيل کړې او بيا ښوونځي ته تللى او د عصري زده کړو تر څنګ يې د مصر په الازهر پوهنتون کې هم ديني زده کړې کړې دي.
دى، د کابل پوهنتون له اقتصاد پوهنځي څخه فارغ شوی، د کرنې په برخه کې يې ماسټري د لبنان د بيروت ښار په امريکايي پوهنتون کې ترلاسه کړې او د اوبو د سرچينو په برخه کې يې دوکتورا د لندن په پوهنتون کې اخيستې ده.