په دوحه کې د سولې د بین الافغاني کانفرانس پریکړه لیک

Create: 07/17/2019 - 11:00

بسم الله الرحمن الرحیم
موږ د روان ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په ۱۶ ــ ۱۷ چي د ۲۰۱۹ کال دجولای د میاشتي له ۷ ـ ۸ نیټي سره سمون خوري په دوحه کي دسولي لپاره د بین الافغانی کانفرانس ګډون کوونکي په افغانستان کي دسولي لپاره د جرمني د فدرالي جمهوریت او د قطر هیواد هڅو ته د ارزښت په سترګو ګورو او بین الافغاني ناستو د کوربتوب او سهولت برابرولو له کبله یې مننه کوو.

د اوسلو فورم کنفرانس

Create: 06/16/2015 - 09:25

کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٤): د روان ١٣٩٤ لمريز کال د غبرګولي په ٢٦مه نېټه، د نړۍ د ١٥٠ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او مهمو شخصيتونو په ګډون، د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې جوړ شو چې د افغان دولت او طالبانو استازو هم په کې ګډون کړى و او په افغانستان کې يې د سولې په اړه بحث او خبرې وکړې.
ياد کنفرانس چې د "اوسلو فورم" په نامه يادېږي، هر کال به بحران او جګړه کې ښکېلو هېوادونو کې سولې ته د رسېدو لارو چارو د څېړنې په موخه د ناروې په پلازمېنه کې جوړېږي.

په ناروې کې د افغان مېرمنو او طالبانو د استازو ناسته

Create: 06/03/2015 - 10:38

کابل(پژواک، ١٨غبرګولى ٩٤): د رسنیو د راپورونو له مخې، د ۱۳۹۴ کال د غبرګولي  په ۱۵ او  ۱۶مه نېټه، د ناروې په پلازمېنه اوسلو  کې د ځینو افغان مخکښو مېرمنو او د وسله والو طالبانو د استازو  تر منځ غیر رسمي خبرې اترې ترسره شوې دي.
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ویاند "فرود اندرسون"، رسنیو ته ددې ناستې د منلو تر څنګ دا هم ویلي چې  د دوى حکومت تردې وړاندې هم د بيلابيلو افغان لوریو ترمنځ د تفاهم او تبادل نظر لپاره دا  ډول ناستې جوړې کړې دي.

په قطر کې افغان ډيالوګ دوه ورځنى کنفرانس

Create: 05/31/2015 - 09:15

کابل( پژواک، ٦غبرګولى ٩٤): د پګواش په نوم يوې کاناډايي څېړنيزې موسسې له خوا (د افغان ډيالوګ) تر نامه لاندې د ١٣٩٤ لمريز کال د غويي په ۱۲ او ۱۳مه  د قطر په پلازمېنه دوحه کې د "افغان ډيالوګ"  تر سرليک لاندې دوه ورځنى کنفرانس جوړ شوى وه. دغه ناسته  د بندو دروازو تر شا جوړه شوې وه ، د افغانستان او طالبانو تر منځ رسمي خبرې اترې ونشوې خو  د افغانستان په جکړه کې ښکيلو لورو، خپل نظرونه يو له بل سره شريک کړل.

د جاپان کنفرانس

Create: 06/27/2012 - 23:16

کابل(پژواک، ١٦غبرګولى ٩٤): د جاپان د "دوشيشا" پوهنتون له خوا تر "په افغانستان کې سوله او پخلاينه" تر نامه لاندې کنفرانس د ١٣٩١ لمريز کال د چنګاښ پر اوومه نېټه  د جاپان په توکيو ښار کې  تر سره شو.
په دې کنفرانس کې د لومړي ځل لپاره په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر غړي قاري دين محمد د افغانستان د سولې عالي شورا د دارلانشاء له مشر معصوم ستانکزي او د افغانستان د سولې پروسې اړوندو يو شمېر اشخاصو او افرادو سره ګډون وکړ.
ددې ناستې جوړونکو ويل چې دوى له نورو افغانانو سره په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره پر اړينو اقداماتو خبرې کړې دي.

د پاريس کنفرانس

Create: 12/21/2011 - 15:09

کابل(پژواک، ١٦غبرګولى ٩٤): د ١٣٩٠لمريز کال د ليندۍ په ٣٠مه او ٣١مه، د فرانسې "د ستراتيژيکو څېړنو بنسټ" له لوري، پاريس ښار ته څېرمه دوه ورځنۍ ناسته تر سره شوه چې د يوه "بين الافغاني" کنفرانس نوم ورکړل شو.
د رسنيو په قول، په دې ناسته کې د افغان حکومت، د حکومت د سياسي اپوزيسيون د استازو، طالبانو ډلې او د حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي  شاوخوا ٢٠ استازو خپلمنځي بحثونه وکړل او يو د بل نظرونه يې واورېدل.

د مالدیپ ناسته

Create: 04/21/2010 - 10:10

کابل(پژواک، ١٨غبرګولى ٩٤): د ۱۳۸۹ کال د غویي په یو دیرشمه نېټه،په مالدیپ کې ځینې پخواني طالبان، د حزب اسلامي یو شمیر پخواني غړي او د افغانستان د ملي شورا د دواړو جرګو ځینې غړي، د حزب اسلامي د یوه پخواني غړي همایون جریر په نوښت سره غونډ شوي وو.
که څه هم په دې ناسته کې د افغان حکومت، وسله والو طالبانو او د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي هیڅ یو رسمي استازي شتون نه درلود، خو په کابل کې ددې ګوند یوجلا شوی مشر خالد فاروقي، د ولسي جرګې غړی عبدالستارخواصي، د مشرانو جرګې غړی او د طالبانو یو پخوانی مشرمولوي ارسلان رحماني او ځینې نور کسان ددې ناستې له مهمو ګډونوالو څخه شمېرل کېدل.