حاجیانو خدای کور ته سفر مو پخېر
د وطـن ســولې له دوعــــــــا وکــړئ
هلته میـنا او ابـــراهیم مقــــام کی
د خداې دربــار تـــه التجا وکړئ
د دی نــــاوریـــن د ختمیدو لپــاره
عــذرو زاري اوتمـــــنا وکـــــــړئ
چی دا د وینې ډک ویالې وچی شي
هــــم نــــنواتـــــــې او ژړا وکــــــــړئ
د هر بنــــده مومن انسـان لپـــاره
دوعـــــا د عفــوې د ګنـــــاه وکړئ
خو ګورئ هلته چې دواګانی کوئ
چــی په اخلاص او بی ریا وکړئ