د کابل د خلکو پاتې نظرونه

Create: 08/09/2015 - 10:49

١٦- د پوهنتون محصله ، زهره صمدي:
سوله د ټولنې ضروري اړتیا ده چې د ټولنې د هوساینې او پرمختګ سبب کېږي، د سولې نه  شتون،ټولنیز وضعیت ګډوډوي،متاسفانه د سولې لپاره هر ډول هڅو تر دې وړاندې مثبته  نتیجه نه ده ورکړې،له همدې امله نه شواى کولای د پخوا په څېر د سولې راتللو ته هیله من  اوسو.
١٧- د حقوقو پوهنځي محصله، حماسه پیگیر:

د سولې په اړه د سرپل د خلکو نظرونه

Create: 07/09/2015 - 14:46

١-  انجنير همايون يعقوب زاده:
د سولې خبرو تر اوسه کومه مثبته پايله نه درلوده، له مخالفينو سره د سولې په نامه ټولې شوې خبرې يوه معامله وه، يو شمېر يې په پاکستاني تومانچو سره له سولې پروسې سره يو ځاى شول، خو بېرته له رينجرو، راکټ او پيکاوو سره ولاړل، بېرته وسله وال شول او د دې وطن د بچيانو سرونه يې پرې کړل، د سولې شورا د وروستيو دوو کلونو کار بې پايلې و او دا ډول خبرې ګټه نه لري، مذاکرات ياني له کمزوري دريځ څخه له دښمن سره خبرې کولې.
٢-  د سرپل د نوي ښار اوسېدونکى تاج الدين:

د سولې په اړه د سمنګانو د خلکو نظرونه

Create: 07/07/2015 - 11:02

١-دولتي کارکوونکى احمد نويد:
د سولې خبرې څه پايله نه لري، که چېرته نتيجه ور هم کړي، نو يو ځل بيا به د ډاکټر نجيب الله د حکومت د مهال سوله تکرار شي.
٢-د مدني ټولنې فعال محمد کبير:
دولت بايد د سولې په خبرو کې له پياوړي دريځه خبرې وکړي، همدارنګه بايد وسله وال مخالفين دومره وځپي چې سولې ته اړه شي.
٣- موټر چلوونکى حاجي محمد:
د بهرنيانو په شتون کې افغانستان ته سوله نه راځي، وطن پلورل شوى، سوله نه کېږي.
٤- کارګر فيض الله:

د سولې په اړه د ميدان وردګو ولايت د خلکو نظرونه

Create: 07/07/2015 - 08:22

١- مدني فعال احمد جاوېد صديقي:
له شک پرته چې سولې ته سخته اړتيا لرو، خو دا پروسه د يوې پروژې غوندې روانه ده، چارواکي يې د سولې لپاره رښتينې اراده نه لري او نه هم له ولسي پوهې برخمن دي.
٢- د ښوونځي ښوونکى عبدالرحمن هجران: 
سوله د يوه دوه اړخيز تفاهم نوم دى، يو څه به تر لاسه کوې او يو څه به له لاسه ورکوې، خو اوس  د سولې په  شورا کې داسې کسان ښکېل دي، چې نه ولسي رېښه لري او نه هم وسله والو مخالفينو ته د منلو وړ دي، نو سوله به څنګه راشي؟
٣- د دولت کارکونکی محمدعابد:

د سولې په اړه د زابل د خلکو نظرونه

Create: 07/05/2015 - 11:55

۱- د خاک افغان ولسوالۍ قومي مشر برات خان:
بې له سولې ژوند نا ممکن دی ، تر څو چې د افغانستان ګاونډي هیوادونه په رښتينې توګه په دې هیواد کې د سولې لپاره هوډ ونه کړي سوله نشي راتلای.
۲- د کلات ښار اوسېدونکى کبیر حبیبي:
د اسلام په مبارک دین کې د سولې په اړه زیاتې لارښوونې شته او په خپله د اسلام نوم هم له سولې سره تړاو لري ځکه نو باید د جګړې ټولې خواوې د سولې د راوستلو لپاره له جنګ څخه لاس واخلي.
۳- سیمه ییز خبریال محمد هاشم وحدت:

د سولې په اړه د تخار د خلکو نظرونه

Create: 07/05/2015 - 11:52

۱- سیمه ییز خبريال شفيق پويا:
سوله د پرمختګ لپاره اړينه مسله ده، سوله کولی شي چې له ټيکاو ډکه ټولنه رامنځته کړي. سوله ژوند دی، سوله د انساني ژوندانه روښانه تګلاره ده،  موږ سولې ته هغه مهال رسېدای شو چې ژمن او ډاډمن حکومت او پوه خلک ولرو او حکومت بايد ښکېلو خواوو سره د خبرو  دروازې خلاصې پرېږدي. قومي مشران، سپين ږيري او ديني عالمان بايد له سيمه ييزو امکاناتو په ګټې اخیستنې سره ښکيل اړخونه سولې ته  و هڅوي او د سوله ييز ژوند ښېګڼې هغوی ته ور وپېژني،  هغه مهال په ټولنه کې سوله راتلای شي.
٢- مدني فعال اقبال برزګر:

د سولې په اړه د فارياب د خلکو نظرونه

Create: 07/05/2015 - 10:36

١- د دولت کارکوونکى سيد احمد شاه غياثي:
سوله، د بشري جنايتونو له دوام او د تاوتريخوالي د مخنيوي، د بې وزلۍ او بدبختيو د پاى ته رسولو او سوکالۍ په برخه کې مهم رول لري، جګړه د غوښتنو د تر لاسه کولو او واک ته د رسېدو لار  نه ده. د جګړې ښکېلې خواوې د روژې مبارکې مياشت په احترام بايد له جګړې لاس واخلي او د خبرو مېز ته کېني، د خلکو او ملت ګټې په پام کې ونيسي او انسانانو ته په درناوي قايل شي.
٢- د يوې موسسې کارکوونکى، علي اصغر:

د سولې په اړه د نورستان د خلکو نظرونه

Create: 07/04/2015 - 13:52

۱- د ولايتي شورا رييس انجنير سعيد الله نورستانی:
سوله د ټولنې لپاره حياتي مسئله ده، سوله ده چې خلک يې له امله ځان د ژوند چاره او ډول برابروي،هلته چې سوله وي په خلکو کې يې وېره او ډار نه وي،خلک يې په خوندي ډول د ژوند چارې پر مخ وړي او د پرمختګ لپاره کار کوي،سوله کې خير دی او په دې تړاو په کلام الله کې هم يادونه شوې ده.موږ د سولې غوښتونکي يو، خو د حکومت د سولې پر پروسه مطمئن نه يو، بايد د سولې پروسې لپاره ښه تګلاره جوړه او بيا عملي شي.
۲ - د کرنې کار پوه او د پارون اوسېدونکی اجمل:

د سولې په اړه د پنجشير د خلکو نظرونه

Create: 07/04/2015 - 10:26

١-  د پوهنتون محصل محمد جعفر نيازى:
زه د افغان دولت ، طالبانو او پاکستان تر منځ د سولې پر خبرو باور نه لرم، ځکه له طالبانو سره د پاکستان ملاتړ دى او پاکستان په افغانستان کې سوله او ارامي نه غواړي ، که سوله او ارامي په افغانستان کې راشي د پاکستان ټول اقتصادي پروګرامونه به له منځه لاړ شي ، نو د سولې په اړه خبرې ، چلوټنه ده او نه غواړو چې وغولېږو .
٢-  د پوليسو سرتېرى عبدالمقيم قيومي:

د سولې په اړه دغزني دخلکو نظرونه

Create: 07/02/2015 - 15:03

۱-  د ولایتي شورا غړی عصمت الله:
دسولې په اړه ددولت خبرې یواځې تبلیغات دي، وسله وال طالبان هم له دې موضوع نه یواځې د تبلیغاتو لپاره ګټه پورته کوي، که چیرته بیاهم مخالفین سوله نه غواړي ولس ته دې مراجعه وکړي،د سولې پروسه باید د ولس واقعي استازي پرمخ بوځي،دولت باید داسې کسان د سولې په پروسه کې شامل کړي چې هغوی په سیمه کې نفوذ ولري، خلکو ته معتبر وي او خلک ورباندې باور وکړي.
۲-  د پوهنتون محصل رحیم الله اندړ:

Pages