د کابل د خلکو پاتې نظرونه

Create: 08/09/2015 - 10:49

١٦- د پوهنتون محصله ، زهره صمدي:
سوله د ټولنې ضروري اړتیا ده چې د ټولنې د هوساینې او پرمختګ سبب کېږي، د سولې نه  شتون،ټولنیز وضعیت ګډوډوي،متاسفانه د سولې لپاره هر ډول هڅو تر دې وړاندې مثبته  نتیجه نه ده ورکړې،له همدې امله نه شواى کولای د پخوا په څېر د سولې راتللو ته هیله من  اوسو.
١٧- د حقوقو پوهنځي محصله، حماسه پیگیر:
سوله هغه کلمه ده چې د هغې په اورېدو د انسان زړه په درزا راځي،په کوم هېواد کې چې سوله وي،د هغې افراد د پوهې له لوړې کچې سره را لوییږي،ځکه د ټولنې د پرمختګ او  ترقي بنسټ، سوله ده، په  هېواد  کې د سولې نه شتون، ددې سبب شوی چې دلته هره بد مرغي وده وکړي،زما په نظر په دې هېواد  کې د نا امنیو، جنایتونو او په زرګونو نورو ګواښونو لامل، سولې ته نه لاسرسی دی.
١٨- د دولت کارکونکی ، محمد ایاز :
په دې وروستیو  کې  د سولې  راتلو  لپاره، هېله  مندي زیاته شوې ده، خو بیا هم  له دولت څخه غواړو چې په هر قیمت او  هر  شرط امکان ولري، د سولې د ټينګښت لپاره هڅه وکړي،ځکه چې ددې هېواد هر وګړی، ماشوم،  ځوان  او  زوړ،د سولې پلوی دی.
١٩- د یوې موسسې کار کونکی عبدالصمد:
دولت باید د سولې  او امنیت د ټينګښت په اړه خپل مکلفیت ادا کړي،اوس مهال د  ټولنې دهر وګړي سترګې د دولت په لور دي چې په هېواد  کې یوه  پایداره سوله ایجاد کړي،موږ هیله من وو چې د دولت او طالبانو تر منځ په خبرو اترو کې به سوله رامنځ ته  شي، خو داسې ښکاري چې مخالفین په هیڅ صورت په دې هېواد کې د سولې پلویان نه دي.
٢٠- ټکسي چلونکی ګل آغا:
په اوسنیو شرایطو کې سوله او امنیت د خلکو تر ټولو ستره اړتیا ده،  که چېرې سوله او امنیت زموږ په هېواد  کې شته وي، خلک کولای شي په اسانۍ سره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړای شي،خو په اوسنیو شرایطو کې چې خلک له امنیتي پلوه ډاډه نه دي،نه یې ژوند ارامه دی او نه خپل ځان ته رزق او روزي پیدا کولای شي، دولت باید تر ټولو زیات د سولې او امنیت د ټينګښت لوري ته پاملرنه وکړي.

 

د بغلان د خلکو پاتې نظرونه:
٧ -سيد فيض الله سوداګر:
دولت باید هڅه وکړي چې سوله په هر قیمت تامین کړي، جګړه سربېره پر نورو مسایلو، پرسوداګرۍ هم ناوړه  اغېز کوي او کله چې سوله وي، نه یواځې د سوداګرۍ کارښه  کېږي، چې د هېواد  اقتصاد هم وده مومي.
٨- د  يلخمري ښار اوسېدونکې ۵۰ کلنه مېرمن  حميرا:
جګړه ددې سبب شوه چې زه د طالبانو په وخت خپل مېړه له لاسه ورکړم،اوس له خپلو دریو ماشومانو سره در پدره او  خاورې په سر ګرځم ، که چېرې مېړه مې ژوندی وای، زه به دې ته نه اړ کېدم چې په بازار کې شیان وپلورم تر څو په خورا زحمت یوه مړۍ ډوډۍ ترلاسه کړم.
٩-  هټۍ وال باز محمد:
جګړه پر زراعت هم اغېز غورځوي،سږ کال په مرکزي بغلان ، ډنډ غوري او دانه غوري کې جګړه روانه ده،  د خلکو  حاصلات خراب شوي دي،په داسې حال کې چې په تېرو  کلونو  کې موږ  تر  لسو زرو منو  پورې غنم  او  وریجې اخیستلې،خو سږ  کال مو د هغو نیمایي هم  ونه شوای اخیستی، ځکه د خلکو  د  حاصلاتو کچه را کمه  شوې ده.
١٠-  خټګر محمد داوود :
هر سهار لسګونه تنه  د پلخمري په چوک کې د کار لپاره ناست وي،  خو اکثره یې بېرته تش لاس کورنو  ته ګرځي چې لامل یې جګړه ده، خو  که سوله وي  ټولو ته کار پیدا کېږي او  ټول په ارامه بڼه ژوند کوي.

د خوست د خلکو پاتي نظرونه:
٨ - محمد قاسم د خوست ښار اوسېدونکی:
د سولې خبرو ته ډېر هيله مند دی او هيله لري، چې د دولت او  وسله وال مخالفين به نور له جنګ څخه لاس واخلي او د خپل هېواد په ترقۍ کې به ونډه واخلي.دولت هم بايد يو ټکي ته پام وکړي چې د تېرې يوې لسيزې لاسته راوړنې بايد د دغو خبرو قرباني نه شي او د دولت وسله والو مخالفينو ته دې داسې شرایط وړاندې کړي، چې د دواړو لوريو په ګټه وي.
٩- عبدالولي د خوست ښار اوسېدونکی:
نورافغانان د جنګ حوصله نه لري، نور د بمونو، چاودنو څخه ستړي شوي يو، که چېرې افغان دولت رښتيا غواړي،چې له طالبانو سره سوله وکړي او ورسره د خبرو ميز ته کېني، نو په نړيواله ټولنه باندې دې فشار راوړي، څو پاکستان مجبور کړي، چې افغان طالبان د سولې خبرو ته کېنوي.
١٠- نثارالله هټۍ وال:
د سولې کيلي د امريکا او پاکستان سره ده، هر کله چې دغه هېوادونه د دولت په وسله والو مخالفينو باندې مرستې بندې کړې، سوله په خپله راځي،افغان دولت ددې پرځای چې له طالبانو سره خبرې وکړي، له هغې به دا غوره وي، چې د امريکا او د پاکستان د لوړوپوړو چارواکو سره په دې تړاو جدي خبرې وکړي او هغوی دې ته مجبور کړي، چې نور په افغانستان کې جنګ ختم کړي.