د افغان ولس ،حکومت، سیاسي ،جهادي اوټولو اړونده جهتونو ته د طالبانو د وخت د وزير ملااغاجان معتصم پیغام
بسم الله الرحمن الرحيم
د هیواد د وروستیو تحولاتو په اړه زموږ دریځ
څنګه چې سوله دجګړې په نسبت دهیواد دروانې کشالې د ختمولو تر ټولو غوره او اغیزمنه وسیله ده، ځکه نو په هيواد کې د يوه افغان شموله سوله ايز بهير پيل او د هغه په پايله کې د يوه تلپاتې ثبات او استقرار رامنځته کيدل د هیواد د هر ځوريدلي وګړي د زړه ارمان او هيله ده.
موږ د خپل ولس د همدغه ارمان په پام کې نيولو سره، غواړو چې په خپل هیواد کې دسولې دټینګښت او نورو وینو توییدلو دمخنیوي لپاره هلې ځلې وکړو او په دې اړه خپل ايماني رسالت او وجداني مکلفیت ترسره کړو.