د افغان ولس ،حکومت، سیاسي ،جهادي اوټولو اړونده جهتونو ته د طالبانو د وخت د وزير ملااغاجان معتصم پیغام

Create: 04/28/2015 - 16:35

بسم الله الرحمن الرحيم
د هیواد د وروستیو تحولاتو  په اړه زموږ دریځ
څنګه چې سوله دجګړې په نسبت دهیواد دروانې کشالې د ختمولو تر ټولو غوره او اغیزمنه وسیله ده، ځکه نو په هيواد کې د يوه افغان شموله سوله ايز بهير پيل او د هغه په پايله کې د يوه تلپاتې ثبات او استقرار رامنځته کيدل د هیواد د هر ځوريدلي وګړي د زړه ارمان او هيله ده.
موږ  د خپل ولس د همدغه ارمان په پام کې نيولو سره، غواړو چې په خپل هیواد کې دسولې دټینګښت او نورو وینو توییدلو دمخنیوي لپاره هلې ځلې وکړو  او په دې اړه خپل ايماني رسالت او وجداني مکلفیت ترسره کړو.
موږ دغه ستر هدف ته درسیدو لپاره تر دې وړاندې هم منډې ترړې کړې اودا دی اوس هم د هغو په تعقیب یو ځل بیا خپل دریځ په لاندې ټکوکې په ډاګه کوو:
موږ د يوه سوله خوښونکي خواخوږي جهت په بڼه په خپل هیواد کې د کورورانونکې تپل شوې جګړې د پایته رسیدو غوښتونکي او په خپل ټول توان سره د هر هغه جریان پلوي کوو چې په هیواد کې د دائمې سولې د ټینګښت تضمین کوي .
د دې لپاره چې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د مخنيوي په موخه مو د بيلابيلو جهتونو تر منځ د مصالحت په لارو چارو بحث او غور کړی وي، او په دې برخه کې مو خپله خواخوږي، سولې ته خپله ژمنتيا او د دين او هیواد لوړو ګټو ته مو خپل تعهد په ډاګه کړی وي، وخت پر وخت مو د هیواد په دننه او له هیواد نه بهر  دخپلو مربوطو ملګرو غونډې راغوښتې ،  چې د هغو له جملې څخه یوه غونډه  په وروستيو وختونو کې دمحترم ملا اغاجان معتصم ترمشرۍ لاندي د متحده عربي اماراتو په ښار کې جوړه شوه. په دغه غونډه کې د اسلامي امارت وزيرانو، ډپلوماټانو،او پراوسني مهال سترونظامي قومندانانو، متنفذو مشرانو ګډون وکړ او د هيواد د روان کړکيچ د سوله ايز حل پر اړتيا او ارزښت يې څو ورځې پرله پسې بحثونه وکړل.
له نيکه مرغه د غونډې ټولو ګډون والو په يوه خوله په افغانستان کې د افغانانو تر منځ د خپل منځي مصالحت په برخه کې د سوله ایزو هڅو پر ارزښت او اړتيا ټينګار وکړ او په دې برخه کې يې د پخوا په څېر خپل چمتو والی وښود.
درنو هيوادوالو!
سوله زموږ د ژوند ترټولو اساسي اړتیاده اوزمونږ  د مخلصانه او صادقانه هڅو پر مټ  تر لاسه کیدای شي، مونږ ګورو چې زمونږ  دوو ګاونډيو هیوادونو ایران اوپاکستان هم له خپلو حریفانو  او مخالفينو سره  د سولې لاره غوره کوي او غواړي چې خپلې ستونزې د جګړې پرځای دتفاهم اوسیاسي ډیالوګ له لاري حل و فصل کړي .
څرنګه چې د ایران او امریکا ترمنځ له تیرو دري نیمو لسیزو راهیسي داسې جګړه ییزه فضا حاکمه وه چې دواړو هیوادونو په تیره ایراني ولس ته یې ډیر ترخه عواقب لرلي او تر ډیره بریده یې دغه هیواد د پرمختګ له بهیره وروسته  پاتي کړی دی .
هغوي  هم بالآخره  د دې اړتیا حس کړه چې خپل سیاسي مخالفت د سیاسي ډیالوګ له لارې حل کړي او دتصادم له سیاسته  لاس واخلي.
زموږ د بل ګاوندي هیواد پاکستان چارواکو او مخالفینو هم دا اړتيا وليدله چې د جګړې پرځای دسولې او سیاسي تفاهم لاره غوره کړي او خپلو موخو او اهدافوته له دې لارې ځانونه  ورسوي .
مونږ افغانان هم  باید نوردخپل هیواد  دسیاسي برخلیک لانجه  د جګړې اوتصادم پرځای  د سولې او تفاهم له لارې حل کړو .
داچې د ګاونډي هیواد پاکستان طالبانو له تیرو نژدي لس کلنو جګړییزو تجربو څخه دادرک کړه چې  په جګړې سره خپل هدف نشي تر لاسه کولای ، باید خپلې غوښتنې د سولې او خبرو له لارې له چارواکوسره حل کړي ، مونږ افغانان ولي دخپل هیوادله ۶ ۳ کلنو جنګي تجربوڅخه دا نشو درک کولای چې جګړه د حل لاره نده ؟
د پاکستان او ايران سره سره  که مونږ یوخپل بل ګاونډي تاجکستان ته نظر وکړو،نوهغوي هم  خپله لانجه  ۲۲ کاله وړاندي  په سولییزوهلوځلو حل کړه ،اوهمداډول په تاریخي لحاظ  دنړۍ  ټولو متنازع فیها لانجوته  که وګورو  هغه ټولې  په جګړه پیل شوې خوپه سوله او تفاهم پای ته رسیدلې دي .
درنو او قدرمنو هيوادوالو!
لکه څنګه چې تاسې وينئ، چې په هیواد کې  د ولسمشریزو ټول ټاکنو لپار د ټاکل شویو نوماندانو لخوا مبارزاتي کمپاینونو په داسې مهال کې پیلیږي چې لاهم دلته دجګړې اوربل دی  اوله بده مرغه هره ورځ پکې په لسګونو هیوادوال  وژل  کیږي .
که  مو په هیواد کې د تپل شوې جګړې اورنور هم داسې بل پاتې وي هیله نشي کیدای چې راتلونکې ټاکنې دي په داسې ډول تر سره شي چې دهغو پایلې دې د هیواد ټولو پرګنو اوسیاسي لوریوته  د منلو وړ وي.
ځکه دغه ټاکنې اوهره سیاسي پروسه چې د افغانانو له منځه یې یوجهت د ترسره کولو اوبل یې د تخریبو په لټه کې وي ، په هیڅ صورت  د کامیابي چانس نه لري او نور هم زموږ د روانې غمیزې د اوږدیدو لامل ګرځي.
لهذا مونږ افغانان هم دغه  اصل ته په کتلو سره نورباید  دجګړې او  وطن ورانولو پرځای د سولې او وطن جوړ ولو تګلاره غوره کړو.
د افغانانواومسلمانانو ترمنځ  داخلي جګړه  نه  مذهبي  اصل لري اونه قانوني .
نن چې  زموږ په هیواد کې د امریکایانو ترڅنګ  د ډیروخارجي هیوادونو ځواکونه میشت دي داهم  ټول  زمونږ  د خپل منځي جګړو اوشخړو له امله دي چې د شورویانو تر وتلو وروسته  مو ترمنځ پیل شوې  او تراوسه  دوام لري .
که مونږ وغواړو چې  هیواد مو  د خارجیانو له  تسلط څخه  ازاد وي  نو لومړی باید مونږ په خپل منځ کې یو سالم  بین الافغاني تفاهم او سیاسي ډیالوګ  ولرو  او په  دغه بین الافغاني تفاهم کې د افغانستان  د ټولو ښکیلو لوریو دموافقې په ترڅ کې  بهرنیانو ته ووایو چې مونږ دخپل هیواد  د داخلي امن اوثبات جوړولو توان لرو ، ستاسي پوځي شتون ته نور په افغانستان کې ضرورت نشته .
او که زموږ ترمابین داخلي اختلافات او کشمکشونه همداسې جاري وي ، بیابه مو په لوي لاس ټولوخارجیانو   ته  په هیواد کې  دپاتي کیدو او دهیواد  داشغال پلمه په لاس  ورکړې وي .
لهذا نور باید له تیرو ترخو تجربوڅخه  په  درس اخیستو سره ژر تر ژره ټولو خپل منځي اختلافاتو او سیاسي شخړوته دپای ټکی کښیږدو او په هیواد کې  دبین الافغاني تفاهم  د راتلو لپاره فرصت برابرکړو.
یوپربل باندې د زور او توپک له لاري ځان تحمیلول نه مذهبي توجیه لري او نه قانوني ، دغه ناسم  سیاست زمونږ ښکلی هیواد راته په کنډواله  بدل کړی او ولس یې راته  دنړۍ په ولسونوکې تر ټولو خوار  او شاته پاتې ولس جوړ کړ .
نور باید دخپل هیواد دسمسورتیا او ربړیدلي ولس د هوساينې او سوکالۍ لپاره  خپل منځي شخړي  د تل لپاره پریږدو او یو بل ته   په قناعت ورکولو  سره  د یووالي او وررولي  لاسونه   سره ورکړو  او په دې سره مو دهیواد ۶ ۳  کلنه  تاواني لانجه پایته ورسوو .
تیر ۶ ۳  کلن خونړی جریان  پرافغانانو په داسې حال کې تیر شو چې  د هغوئ سیاسي واکمنانو او چارواکو هریوه له مسؤلیته   دځان خلاصولو په غرض  د پیښو ټولو پړه  دبهرنیانو پر غاړه ور اچوله ، خو که واقعیت ته وکتل شي نو تر بهرنیانو ډیر مسؤلیت خپله افغان سیاستوالو ته متوجه دی .
ځکه همدغه سیاستوال وه چې د بهرنیانو ناروا کړنوته یې په افغانستان کې د تطبیق او تنفیذ زمینه مساعده کړې وه ، دهمدي سیاستوالو په قول او قومانده افغانان څوک د بهرنیانو په خلاف  او څوک  د هغوئ ترشا دریدلي ، د همدوئ په  قومانده  یوموټی افغان ولس په مختلفو ډلو ټپلو ویشل شوی او خپل منځي جګړې هم  ټولې د دوئ دسیاسي او تنظیمي خواهشاتو مطابق  ترسره شوې .
اوس مو ملت ویښ شوی  هغوئ د خپلو سیاستوالو ټولې کړنې په غور څاري ، هغوئ ته اوس تربل هروخت   او هرڅه  دخپل هیواد دملي وحدت ، ارضي تماميت او په هغه کې  د یوه  داسې ملي اسلامي  نظام  راتلل چې په واقعي ډول  دهیواد  دټولو اقشارو او طبقاتو حقوق پکي خوندي وي ،  تر ټولو اهمه اړتیاده .
نو باید زموږ د هیواد د سیاسي جریاناتو ټول ښکیل لوري د مسؤلیت پذیري د روحیې له مخې  دهیواد په مستقبل کې داسې کردار اداء کړي چې هغه  د ملت د غوښتنو او آرمانونو مطابق وي .
زمونږ د ثقل مرکز زمونږ ملت دی ، باید د ملت سیاسیون مو د شخصي غوښتنو پرځای ملي مصالحوته ترجیح ورکړي ، د ځوریدلي ملت د هوسايني او ترقۍ لپاره کار وکړي ، او نور په خپلو راتلونکو سیاسي فعالیتونو کې داسې لارې غوره کړې چې په هغه کې مو دولس سعادت او سوکالۍ نغښتې وي .
نن که موږ د پرمختللې نړۍ د سیاستوالو سیاسي مبارزاتو ته  وګورو دهغوئ هرڅه د خپلو ولسونو د پرمختګ لپاره وي چې دا کار په مجموع کې دهغوئ دټولې ټولنې دترقي او رفاهیت لامل ګرځیدلی ، هم خپله دهغوئ سیاسیون اوهم یې ولسونه د آرام ، مرفه او پرمختللي ژوند خاوندان دي.
مونږ اوتاسو مسلمانان یو ، د اسلام مقدس دین خپل پیروان  وحدت ، اتفاق او همبستګي ته رابولي ، له خپل منځي شخړو، تفرقو او بدمرغیو څخه یې په ټینګه منع کوي ، دهغوئ  خپل منځي تفرق او تصادم   دهغوئ د فناکیدو  او ورکیدو لامل بولي .
لکه څنګه چې مو په پورته ټکو کې يادونه وکړه چې موږ د هيواد د قضيې په تړاو د خپل رسالت په درک کولو سره له ټولو ذيدخله  افغاني لوريو سره د ستونزې د هواري په موخه  تفاهم کول غواړو، بناءً موږ  په پای کې په روښانه ټکوکي اعلانووچې زموږ  د وروستنۍ غونډې د پريکړې له مخې دمذاکراتو اوتفاهم  لپاره زموږ  دروازې تل  دموجوده حکومت او ټولوهغه ډلواوتنظیمونوپرمخ خلاصې دي دکوموسره چې زموږ په تیروختونوکي تصادمات راغلي وه یا اوس ورسره په تصادم کښي قرارلرو ،ځکه موږ  داتکل وکړ چې نور په راتلونکي باید دمسلمان په  لاس  د مسلمان اودافغان په لاس د  افغان وینه توی نشي
والسلام
ستاسو ورور د يادې غونډي مسؤل : ملااغاجان معتصم