دوه وروڼه چې یو له دولت او بل له طالبانو سره همکار دي: "له جګړې ستړي شوي یو"
میمنه (پژواک،۵ زمری ۱۴۰۰): یو ورور د میمنې ښار او حکومت د سقوط او بل ورور د دغه ښار د دفاع لپاره د یو او بل پر وړاندې جګړه کوي وايي، د ټولو افغانانو په څېر د سولې تږي او له جګړې ستړي شوي دي. یاد وروڼه د افغانستان د ستونزې حل جګړه نه بولي او د خبرو له لارې د دغې ستونزې پر حل ټینګار کوي.
دغه دوه وروڼه (احمدشاه پر ملنګ مشهور چې حکومتي دنده لري او محمد شریف پر اجمل مشهور د طالبانو قوماندان) د عطامحمد نور په مشرۍ د جمعیت ګوند د پخواني قوماندان جنرال غلام سخي پهلوان زامن دي. پلار یې د سرطان ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.