"د سولې په خبرو کې دې د هېواد پر ملي ګټو معامله نه کېږي"

Create: 02/23/2015 - 16:35

کابل (پژواک، ٤ کب ٩٣): د يوې نظر پوښتنې ډېرى پوښتل شوو له طالبانو سره د سولې له هڅو مشروط ملاتړ کړى، خو شل سلنه نورو يې په دې برخه کې د پاکستان هڅو ته د شک په سترګه کتلي او له له طالبانو سره د خبرو اترو مخالف دي.
د روان کال د تلې په مياشت کې په افغانستان کې د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره د کابل او اسلام اباد اړيکې په داسې حال کې ښې شوې چې پاکستان په تېره يوه لسيزه کې د افغان دولت د وسله والو مخالفينو پر ملاتړ تورن و او د هغه هېواد پخواني ولسمشر هم په وروستيو کې منلې چې پاکستان د افغان دولت د کمزوري کولو په موخه د طالبانو ملاتړى و.
همدا اوس ليدل کېږي چې پاکستان او چين ته د افغان ولسمشر اشرف غني له سفرونو وروسته پاکستاني چارواکو هم افغانستان ته ګڼ سفرونه کړي او په پاکستان کې د ناامنيو د زياتوالي وضعيت ته داسې بدلون ورکړى چې د پاکستان د کورنيو چارو وزير ورته د معجزې نوم ورکړى دى.
همدارنګه افغان دولت د سولې په برخه کې د پاکستان د هڅو ستاينه کړې او ولسمشر اشرف غني ويلي چې اوسمهال تر بل هر وخت نه په هېواد کې د سولې د راتلو لپاره زمينه مساعده ده او په دې برخه کې د ښو لاسته راوړنو هيله لري.
په ورته وخت کې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د طالب استازو يوه ډله د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته تللې او چين هم د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د خبرو لپاره د منځګړيتوب هڅې پيل کړې او د دغه پلاوي له سفره خبر دي.
خو طالبانو په رسمي توګه د دې پخلى نه دى کړى چې په قطر کې يې دفتر فعاليت لري او استازي يې د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللي دي.
پژواک خبري اژانس د دغه بهير په اړه د مرکز او ٢٤ ولايتونو (ننګرهار، لغمان، هرات، بلخ، کندهار، نيمروز، فراه، سمنګان، کندوز، پروان، خوست، فارياب، کونړ، غزني، بغلان، جوزجان، زابل، کاپيسا، هلمند، پنجشېر،غور، بادغيس، ميدان وردګو او باميانو) له سلو تنو سره خبرې کړې دي.
دغه پوښتل شوي کسان په تصادفي ډول ټاکل شوي چې عمرونه يې له ١٨ کلونو لوړ دي او له دې ډلې ٢٥ ښځې هم شته.
اويا پوښتل شوو له طالبانو سره د سولې خبرو له هڅو مشروط ملاتړ کړى، خو لسو نورو ويلي چې د سولې خبرې بايد له کوم شرط پرته ترسره شي.
د ملي ګټو، د ښځو د حقونو او د تېرو ١٤ کلنو لاسته راوړنو ساتنه د پوښتل شوو له وړانديزونو څخه دي او يو شمېر نورو يې ويلي چې افغان دولت بايد د سولې په خبرو کې له دې امله احتياط وکړي چې پاکستان په کې رول لري.
د ملي ګټو ساتنه
څلوېښتو پوښتل شوو ويلي چې د سولې خبرې بايد د ملي ګټو خونديتوب ته په پام سره ترسره شي.
په کابل کې د ښځو د حقونو يوې فعالې حميرا ساقب وويل چې له طالبانو سره خبرې يو نېک اقدام دى؛ ځکه چې سوله د افغانانو پخوانۍ هيله ده، خو دا چې په دې خبرو کې پاکستان او طالبان ښکېل دي، نو بايد د هېواد ملي ګټو ته ډېره پاملرنه وشي.
نوموړې د جزئياتو له ورکړې پرته زياته کړه چې د سولې په خبرو کې دې معامله نه کېږي په ځانګړي ډول د هېواد ځمکنۍ بشپړتيا دې له دې معاملو څخه خوندي وي.
د سياسي چارو يو کارپوه بشير بېژن هم وويل چې له طالبانو سره د سولې خبرې او په افغانستان کې د سولې راوستل يوه مهمه اړتيا ده.
خو نوموړي زياته کړه چې افغان دولت بايد د دغو خبرو اترو لپاره څرګنده کړنلاره ولري چې په کې سرې کرښې روښانه شوې وي او د هېواد ملي ګټو ته خطر ونه رسېږي.
نوموړي وويل چې د هېواد ځمکنۍ بشپړتيا هم له ملي ګټو ده چې په دې کړنلاره کې بايد د سرې کرښې په توګه ځاى شي او په خبرو کې د ملي ګټو سره لوبې ونه شي.
د ښځو د حقونو رعايت او د لاسته راوړنو ساتنه
شلو پوښتل شوو ويلي چې د سولې په خبرو کې بايد د ښځو د حقونو رعايت او د څه باندې يوې لسيزې لاسته راوړنو ساتنې ته پاملرنه وشي.
د پروان د مرکز چاريکارو اوسېدونکې کرشمې وويل: ((د سولې خبرې يو نېک اقدام دى، زياته خوشحاله يم، خو بايد دا شرط په کې وي چې طالبان د ښځو او بشر حقونو ته درناوى ولري.))
هغې زياته کړه چې دغه خبرې بايد د ښځو د کار او زده کړې او کور څخه د وتلو مخنيوى ونه کړي.
هغه زياته کړه چې دغه خبرې بايد د دې لامل نه شي چې ښځې بهر ته له کار او زده کړې راو ګرځوي.
پنځلس پوښتل شوو ښځو ويلي چې د ښځو حقونه بايد د خبرو اترو قرباني نه شي.
د کابل ښار اوسېدونکي عبدالوهاب وويل چې د سولې وروستۍ خبرې نه يواځې چې دى، بلکې د افغانستان ټول خلک ورته خوښ دي، ځکه چې ټول افغانان له جګړې تر پزې راغلي دي.
هغه زياته کړه: ((په خبرو کې بايد د ښځو هغو حقونو ته پاملرنه وشي چې اسلام ورکړي، د بيان ازادي او نورو تېرو ١٤ کلنو لاسته راوړنو ته بايد د اسلام او ملي ګټو په اډانه کې پاملرنه وشي.))
د خبرو په بهير کې احتياط
لس پوښتل شوو ويلي چې دولت بايد له طالبانو سره د سولې په خبرو کې له احتياط نه کار واخلي.
د کابل ښار اوسېدونکي شاعر او ليکوال عبدالهادي ايوبي وويل چې د جګړې په دواړو خواوو کې د ښکېلو غاړو سره د خبرو پيل د خلکو لپاره يو ښه او هيله ورکوونکى خبر دى، خو بايد په دې خبرو کې له خورا زيات احتياط نه کار واخيستل شي.
هغه زياته کړه: ((پاکستان هېڅ وخت هم د افغانستان په اړه ښۀ نيت نه دى لرلى او د افغان دولت مشران بايد دا ځل د پاکستانو له يوه بل چل سره مخ نه شي، دا بهير بايد له پخوا نه په زياته تجربه، درايت او ظرافت سره مخته يوسي.))
له قيد او شرط پرته د سولې خبرې
د پوښتل شوو له ډلې يې لسو ويلي چې د سولې خبرې بايد له کوم شرط پرته پيل شي.
د خوست د ټنيو ولسوالۍ اوسېدونکي او پوښتل شوي ګل رووف دا اړينه بولي چې له طالبانو سره خبرې وشي.
هغه وويل چې دواړه لوري( دولت او طالبان) بايد يو بل ته تېرېدنه ولري او د سولې خبرو د پيل لپاره هېڅ شرط ونه لري، ځکه چې د افغانستان خلک نور جګړه او نا امني نه شي زغملى.
د سولې له خبرو سره مخالفت
د پوښتل شوو له ډلې نه شلو يې د بېلابېلو دلايلو په وړاندې کولو سره د سولې له خبرو سره مخالفت څرګند کړى دى.
د بغلان ولايت د حکيم سنايي پوهنتون د حقوقو پوهنځي محصلې ارزو وويل: ((فکر کوم چې بيا هم د پاکستان حکومت يو نوى پروګرام لري او شايد يو شمېر طالبان له دولت سره د سولې خبرې وکړي او يو شمېر يې له داعش ډلې سره يو ځاى شي، نو په دې اساس به دغه خبرې په اوس وخت کې بې پايلې وي.
د کابل ښار اوسېدونکي احمد فيروز وويل: ((دا ټولو ته معلومه ده چې د طالبانو تاريخ تېر شوى، اوس د داعش وخت را رسېدلى او له هغه چا سره سوله څه پايله نه لري چې تاريخ يې تېر شوى وي.))
د هغه په باور: ((د ناامنيو نوى پروګرام)) او د ((داعش)) ډله صحنې ته راغلي او د طالبان ځاى نيسي.
هغه ونه ويل چې نوى پروګرام د چا له خوا طرحه شوى دى.
خو د پنجشېر د قابضان ولسوالۍ اوسېدونيک حميد وويل: ((طالب د افغانستان د خلکو دښمن دى، له طالبانو سره بايد مبارزه وشي، نه سوله؛ ځکه چې طالب کله د القاعده او کله هم د داعش په نوم را څرګندېږي، نو معلومه ده چې دا ټول د افغانستان دښمنان دي.))
د مزارشريف اوسېدونکې اريانا وويل: ((طالبان د باور وړ نه دي او له دوى سره خبرې پايله نه لري، يواځې د وخت ضايع کول دي، هر ځل چې کوم طالب خوشى شوى، دويم ځلي د ځانمرګي بريد لپاره چمتو شوى دى.))
خو د کابل ښار د مکروريانو د اوسېدونکې منيلا په خبره، له طالبانو سره د سولې وروستۍ هڅې له دې امله خلکو ته د باور وړ نه دي چې پاکستان په دې پروسه کې وړاندې دى.
د هغه په خبره، پاکستان هېڅکله هم د افغانستان په اړه نېک نيت نه درلود او افغان دولت بايد د پاکستان په منځګريتوب د سولې خبرو ته داخل نه شي؛ ځکه چې د هغه په باور پاکستانيانو نوې لوبه پيل کړې ده.
د ګرمسېر ولسوالۍ اوسېدونکي محمد سرور هم وويل: ((هېڅ باور نه لرم چې دا خبرې اترې دې څه پايله ولري؛ ځکه چې تر اوسه پورې د سولې په هره پروسه ميليونونه ډالر لګول شوي، خو پايله يې نه ده لرلې.
فکر نه کوم چې په راتلونکي کې دې هم کومې پايلې ته ورسېږي، نو زما مشوره دا ده چې دولت دې خپل وخت بې ځايه نه ضايع کوي.))