په سوله کې د سرو کرښو او بدلېدونکو حالاتو ترمنځ ايسار افغان مېرمنې

Create: 04/17/2019 - 09:36

لنډیز
دغه څېړنه په افغانستان کې هر اړخيزې سولې رامنځته کولو اوسنی حالت، په مسکو او دوحه کې د خبرو اترو شالید، په ولایتي کچه د سولې په رامنځته کولو کې د افغان ښځو او مدني ټولنو وړتیاوې او تجربې ښیي؛ چېرې چې په دې تړاو افغان ښځو په شپږو ولایتونو کې د سولې په اړه ورکشاپونه جوړ کړي، څو له دې لارې د مخالفو لورو غږونه د پراخو بحثونو لپاره چې په هېواد کې د رامنځته کېدو په حال کې دي، راپورته کړي او دغه څه د دې څېړنې منځپانګه جوړوي
دغه څېړنه د (صفحه ای جدید) پروژې تر عنوان لاندې لیکل شوې ده. له امنیت او پراخ عدالت سره تړلی د افغانستان د عمل ملي پلان NAP ۱۳۲۵ چې د افغان ښځو د زده کړو مرکز (AWEC)، Cordaid او اکسفام په وسیله همغږی شوی، لګښت یې د هالند بهرنیو چارو وزارت له لوري د هالنډ درېیم ملي عملي پلان په اډانه کې ورکړل شوی دي. (۲۰۱۶-۲۰۱۹)
سولې ته مخ په زیاتېدو لېوالتیا او لومړیتوب
له څو لسيزو جګړو او شخړو وروسته ښايي چې په افغانستان کې د سولي رسمي بهیر یوې پایلې ته ورسېږي. په دې وروستیو کې په دوحه کې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا متحدو ایالتونو د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې تر بل هر وخت مهم پړاو ته رسېدلې دي. د راپورونو له مخې چې له طالبانو سره د امریکايي استازو په خبرو اترو کې پرمختګ شوی چې تر ډېره په کې د طالبانو غوښتنه له افغانستانه د ټولو امریکايي سرتېرو وتل دي چې په دې برخه کې دواړه لوري هوکړې ته نږدې شوي هم دي.
په ورته مهال روسیې د طالبانو او افغان سیاستوالو ترمنځ د مذکراتو څو ناستې په مسکو کې ترسره کړې دي. په یادو دواړو موازي غونډو کې افغان حکومت څنډې ته پرېښول شوی دی، داسې ښکاري چې د امریکا له خوا د سولې خبرو لپاره د زلمي خلیلزاد ټاکنه سولې ته د یاد هېواد لومړيتوب او د یوه نوي حرکت پيل دی او یا هم طالبان د ولسمشر ټرمپ له دې غوښتنې چې ګواکې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي، د یوه فرصت په توګه ګوري او غواړي دغه پروسه د ځان په ګټه وڅرخوي.
خبرې اترې باید د سولې له رسمي پړاو سره مخشوشې نه شي، په داسې حال کې چې افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته تر ټولو خونړي کلونه تجربه کوي. د یوناما له خوا د خپرو شوو شمېرو له مخې، په ۲۰۱۸ زېږديز کال کې د جګړو له امله نږدې ۱۱،۰۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یادونې ده چې د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا بریدونه نور هم په ډېرېدو دي او د افغانستان امنیتي وضعیت ورځ تر بلې نا سم لور ته روان دی.
د افغانانو په مشرۍ او مالکیت یاد مذاکرات به له کوم وضعیت سره مخ شي؟
دا چې اوس د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي او د دې خبرو موخه هم دا ده چې بین الافغاني خبرو ته لار هواره شي، نو د افغانستان حکومت ته هم لازمه ده څو د افغانانو خپلمنځي خبرو، د افغانستان د اساسي قانون او د ښځو حقونو په دفاع کې او اوربند په اړه خپل غږ پورته کړي. په اصل کې دا ټولې مهمې موصوعګانې دي چې له مخې یې د سولې فلسفې "د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو خپله پروسه" په دوحه کې نړيوال نوښت ته بدلون وموند، بلکې په څرګند ډول د نورو ګټې تر پښو لاندې کوي، جدي اندېښنې شتون لري چې د سولې له خبرو د افغان حکومت ګوښه ساتل به طالبانو ته مشروعیت ورکړي، په داسې حال کې چې منتخبه اداره له پامه غورځول کېږي، هغه اداره چې نړیوالې ټولنې پرې ډېره پانګونه کړې ده.
تر اوسه طالبانو د افغان حکومت له استازو سره له خبرو اترو ځکه انکار کړی چې دوی دغه حکومت یو لاسپوڅی حکومت بولي، دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو کې پراخې درغلۍ وشوې او رڼې نه وې چې پر بنسټ یې د ولسواکۍ له لارې افغان حکومت رامنځته شو، پر ناسم امنیتي وضعیت او محدودیتونو سربېره بیا هم په ټاکنو کې په میلیونونو افغان ښځو او سړیو په خورا لېوالتیا ګډون وکړ، نو دې ته په پام یو مشروع حکومت باید د خبرو اترو له پروسې هېڅکله ونه ایستل شي؛ ځکه د هېواد د خلکو راتلونکی برخلیک په حکومت پورې تړلی او همدا خلک دي چې په حکومت کې یې قربانۍ ورکړې دي، څو دا ډاډ ترلاسه شي چې دغه حکومت وړ او ډيموکراتیک حکومت دی. د خبرو اترو په یاده پروسه کې د افغان حکومت تر څنګ د افغان ښځو غږ هم له پامه غورځول شوی دی.
ښځو ته د سولې خبرو په بهیر کې برخه ورکول
افغان ښخو د طالبانو واکمنۍ پر مهال تر ټولو زیات کړاوونه او ستونزې ګاللي او ډېر څه یې له لاسه ورکړي دي؛ د طالبان د واکمنۍ په وخت کې ښځو اجازه نه درلوده چې په عامه یا سیاسي چارو کې ګډون ولري، په داسې حال کې چې افغان حکومت او نړيواله ټولنه هوډ لري څو ښځو ته ډاډ ورکړي چې حقونه به یې خوندي وي، په دې برخه کې ضمانت شتون نه لري؛ دا ځکه چې د سولې په خبرو کې څرګندې سرې کرښې شتون نه لري، که څه هم ډېر بدلون ته اړتیا ده، خو له ۲۰۰۱ زېږدیز کال راهيسې د افغان مېرمنو د حقونو په برخه کې د پام وړ پرمختګ راغلی؛ اوس مېرمنې د ټولنیزو او سیاسي برخو په ټولو کچو کې شتون لري او له نورو ښځو استازیتوب کوي.
نه یوازې دا چې افغان ښځو ته د سولې په روانو خبرو کې ونډه نه ده ورکړل شوې، له بده مرغه له دې مخکې هم چې د سولې په اړه کومې رسمي او نا رسمې ناستې او غونډې ترسره شوې او د دوی ګډون په کې حتمي و، یوې ښځې هم برخه نه درلوده؛ په ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې د اکسفام (Oxfam) د یوه راپور له مخې، د طالبانو او بهرنیو ترمنځ د سولې په اړه ۲۳ رسمي او غير رسمي ناستې ترسره شوې دي، خو د دې ناستو په یوه کې هم افغان ښځو ګډون نه دی درلود.
په نورو خبرو اترو کې د ښځو ګډون محدود و؛ یوازې د مالدیف په دوو او د فرانسې په درېیو غونډو کې یې برخه درلوده. د سولې روان بهیر ته په کتو، داسې رسمي پروسه شتون نه لري چې په نړيواله کچه د دوحې مذاکرات (د طالبانو او امریکایانو ترمنځ) او د مسکو خبرې اترې (د طالبانو او افغان سیاسیون ترمنځ ) تمویل کړي. افغان ښځې او ځوانان د سولې روانو خبرو په تړاو اندېښنه ښيي او وايي چې په دې خبرو کې له طالبانو سره هر ډول معامله به د تېرو کلونو لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ کړي او بېرته به داسې یو حکومت حاکم شي، لکه د طالبانو پخوانۍ واکمني چې وه او دوی دا اندېښنه هم ډېره جدي مطرح کوي چې ګواکې امریکا ته د خپلو ځواکونو ایستل مهم دي او د سولې لپاره لنډه لار اختیارول هم دغه شک ډېروي چې یاد هېواد ته د ښځو حقونه لومړیتوب نه لري.
ښځې، سوله او امنیت د یوه احتمالي کتلست په توګه
لکه څرنګه چې ښځې په عمومي ډول سلا شوې دي، څو له طالبانو سره د خبرو اترو پر مهال سرې کرښې جوتې کړي، احساس کوي چې د دوی لاسته راوړنې به داسې بدلون ومومي چې د سولې په خبرو کې یې هېڅ وړاندوینه نه وي شوې او  له یاد بهیر سره منحصرې وي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا (UNSC) په ۲۰۰۰ میلادي کال کې د ښځو، سولې او امنیت په اړه د ۱۳۲۵ ګڼې یو پرېکړه لیک (UNSCR 1325) چمتو کړ؛ یاد پرېکړه لیک د شخړو د مخنیوي، اداره او حل کولو په موخه چمتو شوی او دغه راز په سوله او امنیت پورې اړوند پر ټولو موضوعاتو او د مېرمنو د ونډې زیاتوالي پر اهمیت ټینګار کوي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۱۳۲۵ ګڼې پرېکړه ليک او له هغه وروسته پرېکړه لیکونه چې په ټولیز ډول د مېرمنو، سولې او امنیت اجنډاوې په ځان کې را نغاړي، د دې پلي کولو لپاره د افغانستان حکومت د ۲۰۱۵ زېږدیز کال په جون میاشت کې د افغانستان د عمل ملي پلان (NAP) په ترتیبولو کار پيل کړ. د دې لپاره د ۲۰۱۸ زېږدیز کال له اپرېل میاشتې مخکې افغان حکومت او نړیواله ټولنه د یاد پلان اړوند فعالیتونو پر بنسټ پر بودجې باندې سلا شول.
د عمل ملي پلان دا وړتیا لري چې د افغان ښخو حقونو او ګډون په برخه کې د کتلیست رول ولوبوي، خو د دې اړتیا ده څو د افغان ښځو د ګډون کچه څرګنده وي؛ نو په دې توګه به د دوی غږونه په اغېزناک ډول د سولې د بهیر برخه وګرځي. د تلپاتې سولې لپاره د ټولو غاړو لپاره مهمه ده څو یو غږ شي او د هغو هڅو ملاتړ وکړي څو دا ډاډ ترلاسه شي چې د افغان ښځو غږ اورېدل کېږي او پر وړاندې یې بې اعتنایي نه کېږي او د ولسوالیو او کلیو په کچه د سولې اړوند په ټولو پړاوونو کې ګډون ورکړل شي.
ښځې په سیمه ییزه کچه د سولې راوستو په برخه د مهمو لوبغاړو په توګه
دغه راز ټولو، په ځانګړي ډول فعالانو ته په کار ده چې د افغان ښځو په غږ رسولو او د سولې په هره کچه خبرو کې د هغو د ګډون لپاره کار وکړي او ملاتړ یې شي؛ د دې لپاره چې افغان ښځې لا هم د سولې په روانو خبرو کې ګډون ته نه دي بلل شوې، په داسې حال کې چې افغان ښځو د تاریخ په اوږدو کې له ملي نیولې بیا د سیمه ییزو شخړو په هواري کې مهم رول او برخه درلودلې ده، دغه راز د سولې راوستو لپاره د نوو لارو چارو په رامنځته کولو کې یې هم رول لرلی، خو په را وروسته کې د ښځو دغه رول له طالبانو سره په شوو او کېدونکو خبرو کې له منځه وړل شوی دی. پورته خبرو ته په پام، د سولې په خبرو کې د ښځو ګډون رغنده اغېز لري او د سولې راوستو کلتور له پیاوړتیا سره مرسته کوي؛ ځکه ښځې هغه څوک دي چې د هېواد راتلونکی نسل روزي.
د کورنیو او ټولنې د شخړو په هواري کې د مشرو ښځو رول له پخوا جوت دی او تر خپل وسه یې په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړی دی؛ د بېلګې په ډول تېر کال د هلمند پرلت او په جلال اباد کې د ښځو او نجونو له خوا د سولې لپاره لاریون یادولای شو چې په کې د جګړې له ښکېلو لورو یې د اوربند او سولې کولو غوښتنه وکړه. د ښځو یادو حرکتونو دا وښوده چې دوی اوس پر خپلو ځانونو باوري دي او د دې جرئت لري چې د نادودو پر وړاندې غږ پورته کړي او د هېواد د برخلیک په اړه خبرو اترو کې رول ولوبوي.
خو اوس د افغان ښځو اندېښنه دا ده چې ګواکې له طالبانو سره د امریکا په اوسنیو خبرو کې یې د تېرو څو کلونو لاسته راوړنې او پرمختګ پر اوبو لاهو نه شي؛ نو ځکه په دې اړه ځینو ښځو، لکه د افغان ښځو شبکې (AWN) خپل غږ پورته کړی او غوښتنه يې کړې چې د سولې په خبرو اترو کې دې مېرمنې د یوه مهم جهت په توګه وپېژندل شي. د بُن په کنفرانس کې د ښځو ګډون دې ته لار هواره کړه چې د هېواد په ټولنیز، اقتصادي، قانوني، کلتوري او سیاسي موضوعاتو کې په فعال ډول ګډون وکړي. دغه راز د لا ډېرو لاسته راوړنو لپاره باید نورې هڅې وشي او د سولې په پروسه کې د مېرمنو له معنا لرونکي ګډونه ډاډ ترلاسه شي.
"موږ (افغان ښځې) بارو لرو چې هغه سوله به هېڅ وخت تل پاتې نه وي چې د ښځو حقونه او بنسټیزۍ ازادۍ ګواښي. حتی د سولې او امنیت په نوم د ښځو د حقونو ولو مقعطعي محدودیتونه د منلو وړ نه دي. د سولې د تړون د وروستي کېدو په صورت کې دې د ښځو لپاره د ژوند حق، روغتیا او زده کړو ته د ښځو د لاسرسي حق، د تګ راتګ ازادي او په سیاسي، اقتصادي او ټولنیز فعالیتونو کې د ښځو د فعال ګډون ضمانت باید وشي." د فبروري په میاشت کې د مسکو ناستې د ګډونوالو لپاره د افغان ښځو د شبکې شپږ فقره یي اجنډا
ځینو بهرنیانو د افغان ښځو پر دې غوښتنو نیوکې هم کړې دي؛ د (public opinion piece) په نوم د خلیلزاد د مېرمنې چیرل بینارډ لیکنه کړې ده؛ هغې لیکلي وو چې افغان مېرمنې په اصل کې د خپلو حقونو لپاره هڅه نه کوي، له نړیوالو، په ځانګړې توګه له امریکا یې یوازې دا غوښتي وو چې د افغان ښځو د حقونو له خوندیتوبه ډاډ ترلاسه کړي. د دې ډول لیکنو خپرېدل نه یوازې د ګټو تضاد ښيي، بلکې تر ټولو مهمه دا چې د تېرو ۱۸ کلونو په اوږدو کې د افغان مېرمنو پر هڅو او لاسته راوړنو یې سترګې پټې کړې دي. د یادونې ده چې د یادې مقالې ځواب د پلوشې حسن له لوري خپور شو، تر ډېره په کې د افغان مېرمنو د تېرو کلونو هڅې او لاسته راوړنې ځای شوې دي او ادعا يې کړې چې د امريکا متحدو ایالتونو او نورو هېوادونو له ملاتړ مخکې يې هم خپل حقونه غوښتي او زیاته کړې یې ده چې د یو چا هڅو ته په کمه کتل، نه یوازې دا چې سم کار نه دی، بلکې زیان پېښوي.
د ټول شموله سولې لپاره له مدني ټولنو سره بحث او خبرې اترې
په دوحه کې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو تر څنګ په وروستیو کې په دې اړه نور ګامونه هم اخیستل شوي او پرمختګ رامنځته شوی دی؛ لومړی دا چې د دې خبرو موازي خبرې په مسکو کې ترسره شوې، په کابل کې د ښځو کنفرانس all-female conference جوړ شو او ولسمشر غني لویه جرګه هم رابللې ده. د ښځو د یاد کنفرانس اساسي پيغام دا و چې د ښځو حقونه له پامه غورځول او د سولې په خبرو کې د ښځو نه شاملول په دې معنا دي چې د سیاسي موخو لپاره د سولې په نوم جوړ جاړی کېږي. دوی دغه راز د سولې په خبرو کې له ښکېلو ټولو خواوو وغوښتل چې د دوی حقونه له پامه ونه غورځوي او قربانیو ته یې دې ارزښت ورکړل شي.
د دې تر څنګ د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د ناټو ملکي دفتر په کوربه توب له مدني بنسټونو سره غونډه ترسره شوه، افغان مېرمنو د طالبانو له لوري د ښځو لپاره د تعبیر شوو حقونو په اړه اندېښنه وښوده او د سولې په بهیر کې یې د ښځو د ګډون پر اهمیت ټینګار وکړ.
د مسکو له غونډې مخکې د افغان ښځو شبکې (AWN) شپږ ماده ییزه اجنډا خپره کړه چې په ترڅ کې یې خپلې اندېښنې د غونډې له ګډونوالو سره شريکې کړې او غوښتل یې ډاډ ترلاسه کړي چې د دوی هڅې نه ضایع کېږي. د دوی اصلي غوښتنه دا وه چې د افغان سولې په تړاو په ټولو راتلونکو غونډو کې باید د افغان ښځو ګډون له پامه ونه غورځول شي. د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ میاشتې په ۲۸مه له ۳۴ ولایتونو سلګونه افغان مېرمنې د افغان  مېرمنو د ملي تړون تر چتر لاندې په کابل کې راغونډې شوې وې، څو د سولې په تړاو خپل نظریات، غږونه، اندېښنې او غوښتنې شریکې کړي؛ د غونډې په پای کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره له حکومت، طالبانو او نورو مخالفو وسله والو ډلو غوښتل شوي وو څو له ځنډ پرته جګړه بنده او له شرایطو پرته اوربند اعلان کړي، د سولې بهیر دې چټک او په هېواد کې دې کاري فرصتونه رامنځته کړي.
د ناټو ملکي استازي د دفتر په کوربه توب له مدني ټولنې سره د مشورتي ناستې مهم ټکي (د ۲۰۱۹ زېږدیز کال د فبرورۍ ۲۴مه)

  •  د امکان په صورت کې افغان مېرمنې باید د دې هڅه وکړي چې له طالب استازو سره په لیدنو کې شاملې شي، څو هغوی د ښځو د حقونو په اړه خپل دریځ روښانه کړي؛ ځکه د ښځو د حقونو په اړه تر اوسه د طالبانو د بیانيې تعبیر ستونزمن دی.
  •  ښځې د دې تر څنګ چې د ښځو اړوند موضوعاتو په اړه وپوښتل شي او نظر ورکړي، د افغاني ټولنې او د افغانستان د راتلونکي په اړه هم باید په سلا مشورو کې شاملې شي.
  •  د خبرو اترو په پروسه کې شاملول، ښځې د دې جوګه کوي چې اجنډا جوړه کړي او په هر ډول پرېکړو کې په سم ډول مرسته وکړي، نو د دې لپاره اړینه ده چې د څه ډول ښځو غږ واورېدل شي.

د سیمه ییزو غږونو ځواکمنول
دا ډاډ باید ترلاسه شي چې د ښځو غږونه تر مرکز کابل پورې محدود نه دي، د پورته ذکر شوو نوښتونو په څېر د افغان ښځو ښوونیز مرکز د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د سولې اړوند ورکشاپونه جوړ کړل، څو د عامو مېرمنو لپاره د دې لار هواره شي چې له طالبانو سره په راتلونکي کې د سولې هر ډول معاملې په اړه یا دا چې په سیمه ییزه کچه به د سولې ممکنه جوړجاړی څرنګه وي، خپل نظرونه وړاندې کړي.
ورکشاپونه د بېلابېل توکم لرونکو ولایتونو کې جوړ شول، څو د سولې د روانې پروسې په اړه د یادو توکمونو د ښځو نظرونه په بشپړ ډول واورېدل شي. ګډونوال د بېلابېلو دندو لرونکي؛ لکه د کلیو پرمختیايي شوراګانو مشران، ښوونکي، د کور مېرمنې او زده کوونکي وو او یاد ګډونوال ډېری هغه کسان وو چې د روانې جګړې له امله په مستقيم ډول زیانمن شوي وو.
موخه دا وه چې دغه بحث وهڅول شي چې افغان مېرمنې د خپلو ولایتونو په راتلونکي کې خپل رول څرنګه تصور کړي او دوی په څه ډول غواړي چې له تلپاتې او هر اړخیزې سولې سره مرسته وکړي. په څېړل شوو اساسي موضوعاتو کې دا څرګنده شوه چې د سولې په نوم په هر ډول جوړجاړي کې د دوی سرې کرښې او د نه بحث موضوعات کوم دي، بل دا چې د سولې او سوکالۍ لپاره دوی په خپلو ټولنو کې کومه مرسته کولای شي؟ دوی همدارنګه پر دې بحث وکړ چې په ملي کچه بايد کوم عملي ګامونه واخیستل شي، څو په دې پروسه کې د ټولو ګډونوالو له معنا لرونکې ونډې اخیستو ډاډ ترلاسه شي.
د ننګرهار ولایت مېرمنو له دې ډېره وېره درلوده چې که چېرې دولت د خلکو د ملاتړ ترلاسه کولو وړتیا ونه لري، نو د طالبانو ملاتړ به نور هم پیاوړی شي؛ ځکه چې وسله والو ډلو د عامو خلکو ملاتړ ترلاسه کول خپل مهم هدف ګرځولی دی. یادو مېرمنو دا هم وویل چې که خلک له بېوزلۍ د وتلو لار ونه وینې، تلپاتې سوله او ټیکاو ناشونی دی؛ ځکه د خلکو دغه حالت د دولت د وسله والو مخالفینو د لیکو قوي کېدو لامل ګرځي.
له ښځو دا هم وپوښتل شول چې له طالبانو سره د خبرو پر مهال د دوی سرې کرښې کومې دي؟ ویل یې، اجازه به ورنه کړي چې د دوی د تېرو ۱۸ کلونو پر لاسته راوړنو معامله وشي؛ په دې کې د افغانستان اساسي قانون، د بیان ازادي، په ټولنه او د هېواد په پرمختګ کې د ښځو رول، د ښځو د کار کولو، رایې ورکولو او زده کړو حقونه شامل دي.
تلپاتې سوله د سیاسي جوړجاړي په څېر ژر نه شي ټینګېدای
افغان ښځو هر وخت د سولې په مذاکراتو کې د ګډون غوښتنه کړې ده او د دوی په نه ګډون سره نه یوازې دا چې حقونه به یې خوندي نه شي، بلکې د سولې پایښت به له ګواښ سره مخ کړي. احتمالي سولې ته خلک لېوال دي، خو دا په دې معنا نه، هغه پرمختګ چې ښځو په افغانستان کې کړی، له پامه وغورځول شي.
د سولې په خبرو کې ښځو ته نه پاملرنه به یو ځل بیا د قدرت غوښتونکو پخواني جوړښتونو واک ته د رسېدو لامل شي او هغو جریانونو ته به په ګټه تمام شي چې بغاوت او جګړه کوي او پر پرمختګ او ثبات باور نه لري.
دغه راز کله چې له ښځو وپوښتل شول چې د طالبانو او دولت له جوړجاړي وروسته به په سیمه ییزه او ملي کچه څه ډول ثبات رامنځته شي؟ ځواب یې روښانه و؛ هره ډله باید خپلو هغو ژمنو ته وفاداره وي چې دوی یې په دې فرضي معامله کې کوي او دا یې هم وویل چې که چېرې ښکېل اړخونه پر خپلو ژمنو ونه درېږي، تلپاتې سوله نا ممکنه ده او د دغه حالت د مخنيوي په موخه یې په ملي او ځايي کچه د تضمین اخیستو وړاندیز وکړ. دغه راز دا اندېښنه یې هم ښوده چې په ځايي کچه د تضمین کوونکو نه شتون به طالب وسله وال خپلو کلیو ته په ستنېدو خلکو ته زیان ورسوي او د هغو له لیدلوري سره یې مخالفت وښود. د یادونې ده، پوښتل شوې مېرمنې د دې جوګه نه وې څو په ګوته کړي چې کوم اشخاص، جریان یا اداره د ضمانت رول اخیستلای شي او ویل یې چې له طالبانو سره د موافقې په حیاتي برخه کې باید د بې وسلې کولو شرط شامل شي. دا مهم بحث دی، څو ډاډ ترلاسه شي چې د ناقانونه وسله والو ډلو د بې وسلې کولو او عادي ژوند ته د بېرته راستنېدو پړاو د جندر  له اړخه حساسه موضوع ده او ښځو ته هم باید د دغه بهیر په تطبیق کې ونډه ورکړل شي.
د کورنیو او ټولنو ترمنځ د اړيکو جوړول
همدارنګه پوښتل شوو ښځو لېوالتیا وښوده چې په سیمه ییزه کچه د هغو کورنیو په پخلاینه کې مرسته کوي چې له پخوا یې اړیکې خرابې دي؛ البته اشاره یې هغو کورنیو ته وه چې د طالبانو او دولت د پلوۍ له امله یې ترمنځ اړیکې خرابې شوې دي. دغه کار د افغان مېرمنو د هغو هڅې څرګندونه کوي  او د ښځو له ژمنتیا څخه باید ګټه واخیستل شي او د سولې په راوستو کې مرسته کوي. د ښځو له یادې رغنیزې لېوالتیا باید ګټه پورته شي، نه دا چې د امریکا، روسیې، افغان سیاستوالو او طالبانو ترمنځ د ځواک ښودلو لوبې پر مهال له یاده و ایستل شي. د یادونې ده، د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات هېڅکله د افغانانو پر مشرتابه او مالکیت د خبرو ځای نه شي نیولی.
وړاندیزونه
د ولایتونو په کچه د خبرو اترو پر بنسټ او په تېرو مياشتو کې د ښځو حقونو بېلابېلو ادارو، مدني ټولنو او د ښځو د استازو څرګندونو او نظرونو ته په کتو سره لاندې سپارښتنې چمتو شوې دي:

  •  د افغانانو په مشرۍ او د بین الافغاني خبرو اصطلاح په افغانستان کې د سولې د هر ډول خبرو اترو د اساسي اصولو په ډول بیا معرفي کول؛ د افغانستان له قانوني حکومت پرته خبرې اترې یوازې طالبان پیاوړي کولای شي، د افغانانو ترمنځ هغه خبرې اترې نه شي رامنځته کولای چې په بشپړ ډول د افغانانو په مشرۍ او بین الافغاني وي.
  • هېڅ یوه ډله چې له طالبانو سره خبرې کوي، د افغانانو د ګټو پر سر، په ځانکړي ډول د افغان مېرمنو پر سر جوړجاړی نه شي کولای. دغه راز په هر ډول معامله کې باید د دوی د بشري، ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي حقونو د خوندیتوب ډاډ ترلاسه شي. تر ټولو مهمه دا چې د ښځو حقونه باید خوندي شي، افغان مېرمنې باید د مېز تر شا خپل استازیتوب وکړای شي او د دې اجازه ورکړل شي چې د سولې په خبرو کې یې ونډه او برخه اخیستل معنا لرونکی وي.
  •  که ممکن وي، افغان مېرمنې باید د طالبانو له استازو سره کېني، څو د ښځو حقونو په اړه د هغوی څرګند دریځ معلوم کړي او له طالبانو سره د مشورو له پایلو یې باید د سولې په خبرو کې استفاده وشي. همدارنګه کېدونکې خبرې دې داسې لور ته یووړل شي څو د ښځو حقونه په کې خوندي وي.
  • په خبرو اترو کې د ښځو ګډون باید یوازې د هغو تر حقونو محدود نه وي؛ دوی حق لري چې د افغانستان په ټولو مسئلو کې نظر ورکړي او پرې خبرې وکړي. که پر سوله یا اوربند هوکړه کېږي نو یو داسې میکانیزم باید رامنځته شي چې طالب وسله وال بې وسلې او په ټولنه کې د عادي وګړو په توګه مدغم شي. افغان مېرمنې پر دې هم ټینګار کوي چې بې وسلې کول باید یوازې په طالب وسله والو پورې محدود نه شي، بلکې په دې کې هغه ورانګارې ډلې چې ځايي جنګ سالاران او ملېشي دي، هم شامل شي.
  •  ټولې خواوې باید ډاډ ترلاسه کړي چې په افغانستان کې د سولې هڅې د سیاسي ګټو او د ۱۳۹۸ لمریز کال د تلې د مياشتې ټاکنو په کمپاین پورې تړلې نه دي.
  •  د سولې ښکېلې خواوې دې پر هغه تړون په بېړه هوکړه نه کوي چې له مخې یې د امریکايي ځواکونو په بېړه وتلو ته لار هواروي او یا داسې معامله وي چې مهمې اندېښنې د مثمریت یا وخت ترلاسه کولو په موخه شا ته وغورځوي.
  • د دې لپاره چې په سیمه ییزه او ملي کچه د ګډوډۍ او بې ثباتۍ مخه ونيول شي، اړينه ده چې پر ملي او نړیوالو کچو د څارنې میکانیزمونه شتون ولري، د دې لپاره د داسې ماموریت شتون ته اړتیا ده چې له تړونونو د سرغړونې په صورت کې عمل کوي.
  •  که له طالبانو سره پر سولې یا اوربند هوکړه کېږي، په دې وخت کې لازمه ده ځواکمنې کړۍ، سیمه ییز ملېشه او وسله والې مخالفې ډلې تر څارنې لاندې ونیول شي، څو ګډوډي رامنځته نه شي.