د سولې په برخه کې د مدني ټولنو د فعالو بنسټونو پېژندنه

١- د سولې او ولسواکۍ لپاره د برابري موسسه (EPD) :
د سولې او ولسواکۍ لپاره د برابري دفتر یو غیر انتفاعي او غیر حکومتي سازمان دی، چې په افغانستان کې د ټولنې او پالیسي په کچو د ښځو او ځوانانو توانمند کولو ته ژمن دی. د دغه سازمان هدف د ښځو او ځوانانو د ظرفیت لوړول دي څو په لومړي ردیف کې واقع شي او په هېواد کې د پرمختیا، سوله جوړونې او په ډیموکراتیکه پروسو کې د خپلو   اړتیاوو استازیتوب ترسره کړي. د سولې او دیموکراسۍ د یو شان والي موسسه د دې زمینه برابر وي ترڅو ځوانان او ښځې له یو بل سره راټول شي، د ځوانانو او ښځو شبکې جوړې کړي تر څو له دې لارې څخه د اعتماد په جوړولو یو ځای د یو دموکراتیک او له تعصب څخه پاک افغانستان جوړ کړي.
د اړيکو شمېره: ٠٧٩٤١١١١٦٠
برېښناليک: [email protected]
ويبپاڼه: www.epd-afg.org 

 
٢- د اړيکو دفتر(TLO) :
د اړيکو دفتر (TLO) يو نادولتي افغاني سازمان دى. دغه بنسټ په ٢٠٠٣ ميلادي کال کې، کله چې د هېواد د سوېل ختيځ قومي مشرانو د دولت جوړونې په بهير کې د ګډون لپاره د مرستې غوښتنه وکړه، رامنځته شو او تر اوسه په ٢٥ ولايتونو کې فعاليت کوي، په کابل او څو نورو دفترونو کې څه باندې ٧٠ کارکوونکي لري. د TLO د اصلي او محوري فعاليت د حکومتوالۍ، دولت، عدالت او سولې په اډانه کې د ټولنو او سنتي حکومتي جوړښتونو ادغام دى. د اړيکو دفتر ادارې د ٢٠١٣ کال په پيل کې پر طبيعي سرچينو د څار شبکې غړيتوب ترلاسه کړ او له هغه وروسته يې د دې شبکې په همکارۍ او چوکاټ کې د کانونو په برخه کې خپل فعاليت پيل کړ.
 
د اړيکو د دفتر مشر: مسعود کړوخېل
برېښناليک: [email protected]
د اړيکو شمېره : 0700203527
ويبپاڼه: www.tloafghanistan.org

٣- د سمون  خوځښت(SM):
د هېواد په سیاسي بهیر کې د ګڼ شمېر محرومو خلکو د ګټو د خوندیتوب په موخه او د چارو د ښه سمون لپاره د سمون دغه سیاسي او مدني خوځښت په ١٣٩٣ لمريز کال کې رامنځ ته شو.  د تاریخ په دغه ځانګړي پړاو کې دې ته اړتیا ولیدل شوه چې د ټولنې فعال او مسوولیت منونکي وګړي بې توپیره پاتې نه شي او د روان سیاسي بهیر لوری یا جهت د هېواد ملي ګټو پر لوري یا محور را وڅرخوي. په سیاستونو کې خپلسري  ددې وېره رامنځته کوي چې یواځې د محدودو کسانو موخې په کې پوره شي، خو دا په داسې حال کې ده چې د هېواد ګڼ شمېر سیمې د ناامنۍ او بې عدالتۍ له ستونزې سره لاس او ګریوان دي په ځانګړې توګه د جګړې ځپلو او محرومو سیمو وګړي ځانونه محروم او بېل احساسوي. د تېرې څه باندې یوې لسیزې مثبتې لاسته راوړنې بايد یواځې په څو سیمو او ښارنو کې محدوده پاتې نه شي، بلکې هغو سیمو ته چې د امنیت له نعمت څخه بې برخې وې هم وغځېږي. اړینه ده چې د دولت او خلکو تر منځ د واټن د کمولو په موخه د فشار یو سالمه ډله شتون ولري چې موخه یې یواځې د څو اشخاصو قدرت ته رسول نه، بلکې هدف یې دا وي چې چارواکي اړ باسي د ولس په چوپړ کې ووسيږي.

د اړيکو شمېره: ۰۷۹۵۵۳۴۰۳۱
برېښناليک:   [email protected]
      

٤- دمدني ټولنې دهمغږۍ جرګه(CSCC):
دمدني ټولنې دهمغږۍ جرګه د ۱۳۹۱ لمريز کال دغويي د مياشتې په ۱۴ مه نېټه د مدني ټولنې دبنسټونو د فعاليتونو دهمغږي کولو په موخه او په هېواد کې د هوسا ټولنيزچاپېريال ،دقانون واکمنۍ ،بشري حقونو ، ازاديو او عدالت ته دلاسرسي په موخه د مدني ټولنې دجوازلرونکو بنسټونو او نادولتي  ټولنو له خوا رامنځ ته شوې ده .
 
د اړيکو شمېره: ۰۷۰۰۶۷۰۵۵۲
برېښناليک: [email protected]

٥- د سولې لپاره د ازاد مدني ابتکار موسسهCLIP) ) :
د سولې لپاره د ازاد او  مدني ابتکار موسسه (کلپ)  په ۲۰۱۲ کال کې جوړه شوې او یوه غیر انتفاعي، غیر سیاسي او خپلواکه موسسه ده چې د ښځو او ځوانانو لپاره د ټولنیزو فرصتونو د ودې په موخه د عامه پوهاوي او د ظرفیت لوړونې پروګرامونه جوړوي، تر څو هغوی وکولای شي په مدني فعالیتونو کې لکه ټاکنې،  ښه حکومتولي، د قانون حاکمیت او  بشري حقونو کې ګډون وکړي. د دې سازمان ډیری فعالیتونه د کابل، پروان، کاپیسا او پنجشیر په ولایتونو کې متمرکز دي او په نورو ولایتونو کې هم د فعالیت هوډ لري.
 
د اړيکو شمېره: ٠٢٠٢٢١١٦٥٢
برېښناليک:   [email protected]
ويبپاڼه:     www.clip.org.af
 
٦- د بشري رفاه موسسه ((OHW:

بشري رفاه موسسه (Organisation of Human Welfare)، یوه غیر انتفاعي، غیر سیاسي او غیر حکومتي موسسه ده چې په ټول افغانستان کې تر نورو زیاتو ضرر لېدونکو ډلو څخه  چې په حاشیه کې واقع شوې دي،ملاتړ کوي، هغه ډلې چې یا لومړنیو خدمتونو لکه روغتیا، ښوونې او روزنې،اوبو او حفظ الصحې ته هیڅ لاسرسی نه لري یا د ژوند د تېرولو د وسایلو له لحاظه، ضرر منونکي دي. دا موسسه د ضررمنونکو ټولنو او  ډلو د ظرفیت لوړونې او سرچینو ته د هغوی د لاسرسي د پراختیا له لارې، د پرېکړې په بهیر کې د هغوی په  زیاتې ور ګډونې سره، د دوامداره پرمختګ لپاره زمینه برابروي. همدارنګه دا موسسه د کندهار، هلمند، پروان او بامیانو په ولایتونو کې د کلیوالو ټولنو د پیاوړتیا په موخه کار کوي ترڅو د کلیو خلک د سولې د بهیر په اړه په سیمه ییزه، نیمه ملي او ملي  کچه د پرېکړې په تړاو، فعاله ونډه واخلي. د بشري رفاه موسسه ، د سولې لپاره د ځوانو ډلو او  شورا ګانو د جوړولو له لارې، د سولې په پروسه کې د ځوانانو ونډه  پراخوي، د سولې د راوستلو، د شخړو  دهواري او د ځایي  مدني ټولنو تر منځ د سولې د ولایتي ایتلافونو او په ملي او نیمه ملي کچه د سولې د فعالانو ترمنځ د شبکو جوړول، ددې موسسې د فعالیتونو یوه برخه ده.

د اړيکو شمېره: ٠٧٠٠٢٧٨٨٣٧
برېښناليک:   [email protected]
ويبپاڼه: www.ohw.org.af    

٧- د افغانستان لپاره د پرمختیا او تربیې مرکز(ACTD):
د افغانستان لپاره د پرمختیا او تربیې مرکز (Afghanistan Center for Training and Development) یو راجستر شوی، غیرانتفاعي او غیر دولتي سازمان دی چې په افغانستان کې د پرمختیا او مدني ټولنې د بدلون لپاره کار کوي، د غه مرکز د ۲۰۰۷ کال د مارچ په میاشت کې د یو شمېر مسلکي کسانو له خوا چې غوښتل یې د عملي پوهې تر لاسه کولو لپاره، تحقیق، ټریننګونه او مشورتي خدمات په کار واچوي، جوړ شوی دی.  یاد مرکز د ولسوالیو په کچه د ستونزو د حل او پخلاینې د شوراوو له لارې او د ولایتونو په کچه د غونډو له لارې، د رهبرۍ د تریننګونو له لارې،  په کاپیسا، کابل او هلمند کې کار کوي .
د اړيکو شمېره: ٠٧٨٠٨٨٨٨٠١
برېښناليک:   [email protected]
ويبپاڼه:      www.actd.org.af

 
٨- د افغانستان د بشري حقونو او دیموکراسۍ موسسه (AHRDO) :
د افغانسان د بشري حقونو او دیمو کراسۍ موسسه (Afghanistan Human Rights and Democracy Organization) یو ناپیلیی، غیر دولتي او غیر انتفاعي سازمان دی چی د ۲۰۰۹  کال په فبرورۍ کې تاسیس شوی   او د دیموکراسۍ او بشري حقونو د پرمختیا په موخه کار کوي.د افغانستان د بشري حقونو او دیموکراسۍ موسسه غواړي له خلکو سره مرسته وکړي چې د جګړه ځپلیو سیمو غږونه ترنورو ورسوي او دهغوی اړتیاوې پوره کړي، عدالت تامین کړي او سولې ته لاره  برابره شي.  یادې موسسې داسې شورا ګانې جوړې کړي چې خلک وکولای شي له یو بل سره زړې تجربې شریکې او د راتلونکي لپاره ښه پلانونه جوړ کړي، همدارنګه دا موسسه له جګړه ځپلو او بې وسلې  شویو سره مرسته کوي تر څو دولتي مسوولیتونو ته په اسانه لاسرسی ولري او د مدنی ټولنو، رسنیو او چارواکو له لارې  د خپلو حقونو او امتیازاتو غوښتنه وکړي.
د اړيکو شمېره: ٠٧٨٣٦٣٦٧٠٧
برېښناليک:   [email protected]
ويبپاڼه:      http://ahrdo.org

٩- ابرار (AABRAR):
ابرار (Afghan Amputee Bicyclists for Rehabilitation and Recreation) یوه محلي، غیرانتفاعي،غیردولتي اوغیرسیاسي موسسه ده او ددې لپاره چی په ټولنیزه، مدني او اقتصادي توګه معلولین په ټولنه کې بیا مدغم کړي او د نورو ضررموندونکو ګروپونو او مدني ټولنوسره په افغانستان کې د ټولنیزې او اقتصادي پر مختیا لپاره مرسته وکړي. دا موسسه په ۱۹۹۲ کې تاسیس شوې او لومړنى کار یې دا وو چې معیوبین د بایسیکل ځغلولو د مسابقو لپاره تربیه کړي، څو له یوې خوا د معیوبینو له روغتیایي حالت سره مرسته وکړي او له بلې خوا ورته وړیا ترانسپورټ برابر کړي. همدارنګه ابرار ددې لپاره کار کوي چی مدني ټولنې تشویق کړي تر څو د فساد د اضرارو پر ضد چې د دوامداره سولې امکانات ګواښوي، مبارزه وکړي.
 
د اړيکو شمېره: ٠٧٧٥٥٥٨٨٨٥
برېښناليک:   [email protected]
ويبپاڼه:      www.aabrar.org.af

 
١٠- افغان پرمختیایی اداره (ADA):
افغان پرمختیایی اداره (Afghanistan Development Association) یوه غیردولتي،غیر انتقاعي اوغیر سیاسي موسسه ده چی دافغانانو لپاره بشري او انکشافي خدمتونه  تقویه او وړاندې کوي له ۱۹۹۰ کال راهيسې یې  تر اووسه په بېلابېلو سکتورونو کې بېلابېل خدمات په ټول افغانستان کې تر ټولو محتاجو او ځپلو ټولنو ته وړاندې کړي دي. افغان پرمختیایی اداره ژمنه ده چی په ننګرهار، لغمان او کندوز کې به دسولې ساتنې او پخلاینې پروسه کامیابوي او داسې جامع بحثونه او څیړنې به په کار واچوي چې هم یې ستونزې او هم یې حل لارې تر بحث لاندې ونیول شي. دغه بنسټ غواړي د سولې شورا له ولایتي دفترونو سره کار وکړي تر څو د سولې د پروسې د کلیدي ملګري په حیث یې اداري ظرفیت لوړ شي. ادا به دټولنو دمشرانو لپاره امکانات برابر کړي څو سره راټول او خپلې اړیکې د سولې د رامنځ ته کولو لپاره زیاتې کړي، په دې ټول جریان کې به د ښځو حضور ددې ادارې د کار یو کلیدي عنصر وي.
 
د اړيکو شمېره: ٠٧٠٠٠٧٠١٩٣
برېښناليک:   [email protected]
ويبپاڼه:     www.ada.org.af

١١- د سولې او پرمختګ  لپاره همکاري(CPD):
د سولې او پرمختګ  لپاره همکاري (Cooperation for Peace and Development) دا سازمان د یوې بنسټ اېښودونکې افتخاري ډلې له لارې جوړشوی دى، یوغیر دولتي او غیرانتفاعي سازمان دی چې غواړي د سولې او پرمختیا د کلیدي عناصرو په توګه د وګړو په سلوک او درک کې د وکالت، ظرفیت جوړونې، تحقیق، د دودیزو او عصري رسنیو سره د شریکیدا او د خدماتو د برابرولو له لارې بدلون راوستل شي. سي پي ډي داسې یو افغانستان رامنځ ته کول غواړي چې له ښې حکومتدارۍ ، بشري حقونو او نر او ښځو ته په یوه ډول درناوی وکړي، سوله مند هیواد وي او له سیمې او نړۍ سره یې اړیکې ښې او مثبتې وي.
د اړيکو شمېره: ٠٧٩١٥٧٥٠٧٢

برېښناليک:   [email protected]
ويبپاڼه:      www.cpd.afg

 
١٢- د سولې تعلیمي او تحقیقي موسسه PTRO) ):
د سولې تعلیمي او تحقیقي موسسه (Peace Training and Research Organisation) د ۲۰۱۰ کال د ډیسمبر په میاشت کې د سولې د څو تنو څېړونکو او روزونکو له خوا په ملي او سیمه ییزه کچه د سولې او ثبات لرونکي افغانستان له لرلید سره چې وګړي یې د قانون حاکمیت او ښې حکومتولۍ ته لاسرسی ولري، جوړه شوې ده. دا موسسه د سولې په جوړښت او د شخړو په هواري باندې ټينګار لري، د رسمي او غیر رسمي میکانیزمونو تر منځ اړیکه ټينګوي، ظرفیتونه لوړوي همدارنګه د پالیسۍ او پروګرام جوړونې په برخه کې یې د پوهاوي لپاره څېړنې په لار اچولې  او د ښې حکومتولۍ په برخه کې د خلکو  د ونډې اخیستنې کچه لوړوي. د سولې روزنیزه او څېړنیزه موسسه ، د سولې د ټينګولو ، ښې حکومتولۍ د پیاوړتیا  او د هغو اختلافاتو د له منځه وړلو لپاره چې ځایي نا امنۍ زیږوي، د سولې جوړونې د پروګرامونو له لارې فعالیت کوي او د شخړې د اړونده سیمې د خلکو د ظرفیت لوړونې، له ځوانانو او مشرانو سره د خبرو اترو او د سولې د ټينګښت د پالیسیو په تړاو د خبرو اترو په اړه د څېړنو له لارې، له سیمو څخه د کره معلوماتو د را ټولولو له لارې، کار کوي.

د اړيکو شمېره: ٠٧٩٩٢٦١٨٦٤
برېښناليک:   [email protected]
ويبپاڼه:  www.ptro.org.af

 
١٣- د افغانستان د ښځو د سولې کړکۍ او بیارغونې موسسه (PWWROA)        :
د افغانستان د ښځو د سولې کړکۍ او بیارغونې موسسه (Peace Windows Women Rehabilitation Organization for  Afghanistan) یوه غیر حکومتي، غیر سیاسي موسسه ده چې د خلکو د ژوند د ښه کولو او په تېره بیا د ښځو د ژوند د ښه والي لپاره کار کوي. د افغان رضا کاره مېرمنو د سولې کړکۍ موسسه، په  کندوز ولایت کې عدلي او قضایي ادارو ته د خلکو  د لاسرسي د کچې د لوړونې په موخه کار کوي او  په پام کې ده چې د کندوز  ولایت د عدلي بنسټونو کاري وړتیا، په تېره بیا د ښځو لپاره لوړه کړي.
د فعالیتونو د تطبیق په موده کې ، تمه کېږي چې د سیمه ییزو پولیسو یو زر تنه غړي، د حقوقي مسایلو او منځګړیتوب  په برخه کې ، روزنه ترلاسه کړي تر څو وکولای شي په خپلو سیمو کې د شخړو په تړاو،  په مناسبه او ګټوره توګه ، مناسب ځواب ورکړي.
 
١٤- د سولې او یوالي لپاره د همکارۍ ټولنه  (CPAU):
د سولې او یوالي لپاره د همکارۍ ټولنه یا(Cooperation for Peace and Unity)  یوغیرانتفاعي سازمان دی، چې د سولې په ټینګولواو د ټولنیزعدالت په راوستلو کې له نږدې دوه لسیزو تجربو سره ، یې یوه لسیزه مخکې په افغانستان کې په کار پیل کړی او په ۱۹۹۶کال کې جوړه شوې ده. دغې موسسې په تېره یوه لسیزه کې نږدې  ۴۰۰۰پروژې په ټول افغانستان کې پلې کړې دي چې په هغو کې د تحقیقي پلانونو وړاندې کول، د سولې او جګړې مدیریت، مبتکرانه او نوې روزنه او د سولې راوستل، پلان لیکل او رسنیز کار شامل دي. دا پروژې د سولی د روزنیزو صنفونو د جوړولو او د افغان دولت کارکونکو ، د مدني ټولنو او بهرنیو سازمانونوغړیو ته په شخړو کې د منځګړیتوب او فرهنګي حساسیتونو په اړه  د روزنیزو سیمینارونو، او ورکشاپونو د جوړولو په برخه کې پلې شوې دي .
د اړيکو شمېره: ٠٢٠٢٢١١٠٨٣

برېښناليک:   [email protected]
ويبپاڼه:  www.cpau.org.af

١٥- د افغانستان د سوله ييز بدلون ټولنه:
د افغانستان د سوله ییز بدلون ټولنې(Peaceful Transformation of Afghanistan) بنسټ په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې د ډاکټر فاروق اعظم په مشرۍ کېښودل شو، چې ددې ټولنې د مشر په وینا، تر اوسه ۳۷۸۳  تنه غړي او په مختلفو ولایتونو کې لکه لغمان، ننګرهار، کونړ، او کندهار کې دفترونه او په کندوز، بغلان، سرپل او هرات کې هم نظره ملګري لري.
د اړيکو شمېره: ۰۷۰۳۵۵۰۰۸۰

برېښناليک:   [email protected]
ويبپاڼه:      www.badloon.net

 
١٦- د ښځو، سولې او امنیت انستیتیوتRIWPS)):
د ښځو، سولې او امنیت انستیتیوت(Women Peace & Security Research Institute) په ١٣٩١ لمريز کال کې جوړ شوی او د افغانستان د مدني ټولنو د بنسټونو په چوکاټ کې کار کوي، دا انستیتیوت په دې باور دی چې افغان مېرمنې دهغوی د پخوانۍ کولتوري ونډې او نننۍ ونډې په پام کې نیولوسره ، د سولې په ټينګښت کې اساسي رول لوبولای شي. یاد سازمان په ځایي اوملي کچه د سولې او امنیت په اړه د افغان مېرمنو هلې ځلې په مستند ډول ثبتوي او د ټولنیزې را ټولېدنې او د عدالت غوښتنې د فعالیتونو له لارې، ښځې پياوړې کوي چې د خپل ځای ځایګي د تثبیت په اړه له ځایي او ملي حکومتي جوړښتونو سره خبرې اترې وکړي.
 
د اړيکو شمېره: ٠٧٩٢٦١٥٤٢١
برېښناليک:   [email protected]
ويبپاڼه:www.riwps-afghanistan.org   

 
١٧- د افغان ښځو تعلميمي مرکز (AWEC):
د افغان ښځو تعليمي مرکز(AWEC  )   په ۱۹۹۱ زيږيز کال کې د پاکستان  په پلازمېنه اسلام اباد کې د څو فعالو او هدف لرونکو ښځو له خوا د مهاجرو  ښځو او ماشومانو د مرستې لپاره جوړ شو . دا بنسټ په پاکستان کې د ښځينه بنسټونو  له جملې څخه لومړی بنسټ شمېرل کېږي او خپل لومړني فعاليتونه یې د مهاجرو ماشومانو لپاره د شهيد ولي خان د لومړني ښوونځي په جوړولو سره پيل کړل. وروسته ددغه بنسټ فعاليتونو په پېښور کې وده وکړه . په ۲۰۰۲  زيږيز کال کې يې خپل فعاليتونه په کوڅو کې د کارکوونکو ماشومانو لپاره د دوو روزنيزو مرکزونو په جوړولو او هغوی ته د روزنيزو ، ټولنيزو  او اقتصادي خدمتونو په وړاندې کولو سره د کابل په ښار کې پيل کړل. اوس دغه موسسه د عدالت غوښتنې ، د ښځو په سياسي  برخې اخيستنې ، د سرتاسري سولې په ټنګښت او د ښځو د تګلارو د جوړولو او په ټولنه کې يې د تطبيقولو په برخه کې فعاليت کوي.
 
د اړيکو شمېره:۰۷۷۷۷۶۱۳۱۴
برېښناليک:  [email protected]
ويبپاڼه:      www.awec.info

 
١٨-  د سنایي انکشافي موسسه (SDO):
د سنایي انکشافي موسسه(Sanayee Development Organization)، د مدني ټولنو له بنسټونو څخه دی چې د سولې د ټينګښت او څېړنې،ښوونې او روزنې او عدالت غوښتنې په برخو کې په کابل، بلخ، هرات، کندهار او غزني ولایتونو کې فعالیت لري او په ١٩٩٠ زېږدیز کال کې جوړه شوې ده.
 
د اړیکو شمېره  : ٠٧٠٠٢٢٠٦٣٨
برېښناليک:   [email protected]
ويبپاڼه: www.sanayee.org.af

١٩- د سولې ملي ګروپ:
د سولې ملي ګروپ یا د سولې ملي ډله چې د افغانستان د اصیلو بچیانو په هڅو او کوښښونو جوړ شوې یواځنی هدف یې په افغانستان کې د ټولو ولسونو او قومونو یوالی دی او کوښښ کوي تر څو د هر رنګه ژبني،منطقوي،مذهبي،نژادي،او له سیاسي توپیره پرته د یوه روښانه راتلونکي لپاره افغانان سره جرګه او متحد کړي ، روان ناورین او مشکلاتو ته د پای ټکی کیږدي.  
 
۲۰-  د مدني ټولنو د بنسټونو فدراسیون: (FACS):
د مدني ټولنو د بنسټونو فدراسیون( Federation of Afghanistan's Civil  Society )د بېلابېلو مدني ټولنو څخه جوړه شوې یوه ټولنه ده چې په بېلابېلو برخو په تېره بیا د سولې په برخه کې فعالیت کوي. دغه فدارسیون له ځینو نورو سازمانونو او بنسټونو سره همغږي لري او د ١٣٩٣ لمریز کال تر پایه تر ۱۵۳ زیاتو سازمانونو ددې فدراسیون غړیتوب درلود. دغه فدارسیون له ١٣٨٩ لمریز کال څخه خپل فعالیتونه ورور ورو پیل کړي دي او په ۱۳۹۰ ، ۱۳۹۱ او ۱۳۹۲ کلونوکې یې د افغانستان د سولې بهیر په اړه درې پرله پسې کنفرانسونه د جاپان په دوشیشو پوهنتون کې جوړ کړل چې د وسله والو طالبانو او انجنیر ګلبدين حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي استازو هم په کې ګډون درلود.
همدارنګه دغه فدراسیون تر دې وړاندې په ۱۳۹۰ کال کې د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د سولې ډیالوګ په نامه،یوه ناسته ترتیب کړې وه چې په ترڅ کې یې هلمند ولایت د سولې ولایت اعلان شو.
 
د اړیکو شمېره  : ٠٧٨٠١٣٣٢٨٣
برېښناليک:    [email protected]
ويبپاڼه:  www.pho.org.af

 
۲۱- د افغاني ميرمنو شبکه:
د افغان ښځو شبکه د ښځو یوه غیر سیاسي اوغیرانتفاعي شبکه ده، چي په کال ۱۹۹۵م کال کی رامنځ ته شوی اود یوه چتر په توګه له ۱۲۶نه زیات غړیو بنسټونو او۳۵۰۰ انفرادی غړیو څخه چي په افغانستان کی له ښځو څخه ملاتړته ژمن دی خدمت کوي. ددی شبکی ستراتیژیک اولیتونه، د ښځو سیاسی ونډه او رهبری - ښځی، سوله او امنیت – د ښځو حقوقی او ټولنیز خوندیتوب دی چي د عدالت غوښتني، همغګي او د ښځو لپاره د ظرفیت جوړوني په برخه کي فعالیت کوي .
د افغان ښځو شبکه په پکتیا ، کندهار ، کندز، هرات ، ننګر هار ، پامیان او بلخ  دفترونه لری او د افغانستان په نورو ولایتونو کي د خپلو غړیو په واسته  خپل فعالیتونه ترسره کوی.
افغان شځو شبکه کوښښ کوي ترڅو خپل موثریت د قوانینو د اصلاح او د ښځو د حقونو د ترویج په برخه ولری ، د افغان ښځو شبکی د خپلو فعالیتونو په دوام چي د شځو حقوقی او ټولنیز خوندیتوب په برخه کي یي ترسره کوي ، یو څټک ځواب ورکونکي سیسم په لاره اچولي ترڅو هغه ښځی چی د تاوتریخوالي له خطرونو سره مخامخ دی رسیدګی وکړي ، او د نو ټکنالوژی نه په ګټه اخستنه سره د ښځو سره د تاتریخوالي نه د ژغورني کمک او د تاتریخوالي له قربانیانو سره د خدمت زمینه برابره کړي.
 
د اړیکي شمیره   :
تیلیفون شمیره: 0777743023/0777743037
ايميل آدرس   : [email protected]
ويبسايت       :  www.awn-af.net
فیسبوک: www.facebook.com/afghanwomennetwork
تویتر: http://twitter.com/awnkabul
آدرس: کارته پروان، جوار لیسه نادریه، کوچه اول،
خانه شماره ۲۲، کابل – افغانستان