سوله داسلام له نظره( دوهمه برخه)

Create: 06/14/2016 - 11:41

سوله اودسولې کليمه اوسنۍ خبره نه ده،بلکې دبشريت له پيدايښت سره سمه منځته راغلې ده،سوله يوه عربي کليمه ده چې معنايې(استعداد،جوړښت،اتحاد، اتفاق اودجنګ جګړو بندول  دي)
  په اسلامي شريعت کې هغه سوله چې حرام په کې حرام او حلال په کې حلال ونه ګڼل شي جايزه نه ده،چې په دې اړه حضرت محمد(ص) فرمايلي دي:((الصلح جايز بين المسلمين الاصلحاحرم حلالاً او احل حراماً والمسلمون علي شروطهم الاشرطا حرم حلالاً  اواحل حراماً)):رواه ابن ماجه والترمذي ( سبل السلام ج ۳ص ۸۸)                            

سوله د اسلام له نظره(لومړۍ برخه )

Create: 06/14/2016 - 11:08

د اسلام مبارک دين داسماني اديانو ترټولو  وروستی دين دی،داسلام مبارک او سپيڅلی دين تل خپلو پيروانو ته دسولې ورور ګلوۍ او په ټولو چاروکې دمنځلاريتوب غوښتنه کړې ده،د اسلام دمبارک دين  دستر پيغمبر(ص)سيرت په خپله  دټولې نړۍ لپاره د ښواونېکو اخلاقو او په انساني ټولنه کې دسولې ،امن او  ښه ژوند تېرولو ښه بېلګه ده.
که چېرې داسلام مبارک لفظ ريښې وڅېړل شي نو دعربي ژبې دسِلم  څخه اخيستل شوی دی ، چې دسولې او امن معنی لري نو ځکه ويلی شو چې اسلام دسولې او امن دين دی ، په قران کريم کې الله (ج) فرمايلي دي:

سوله د قران عظیم الشان په ایتونو کې

Create: 05/18/2015 - 09:26

په قرآن کریم کې د صلح  الفاظ:
د هغه ستر اهمیت له مخې، چې  سوله یې د الهي رحم او کرم په ملتیا په ټولنه کې تر سره کوي، د سولې لفظ د صلح په صیغې سره ۱۶۹ ځلې په قرآن کریم کې ذکر شوی دی، الصالحات په ټولیزه توګه ۶۲ ځلې ذکر شوی، چې  ۵۳ ځلې یې له ایمان سره یو ځای خو ۹ ځلې په داسې شکل ذکر شوی دی، چې د ایمان کلمه ورسره یو ځای نه ده راغلې.
د صالحا لفظ په قرآن کریم کې ۳۰ ځلې، د صالحین لفظ ۲۳ ځلې، د صالحون لفظ ۳ ځلې، د اصلح لفظ ۲۰ ځلې، د صالح لفظ ۹ ځلې، د صلح لفظ مفرد یا جمع لفظ ۱۲ ځلې او د صلح لفظ، چې د اصلاح په مانا دی ۷ ځلې په قرآن کریم کې ذکر شوی دی.

اسلام، سوله او نړيواله ورورولي

Create: 04/30/2015 - 00:00

اسلام د سولې او ورورولۍ دين دی، لکه څنګه چې یې له نومه ښکاري، اسلام له سلامتيا او امن څخه اخيستل شوی او هر مسلمان چې له بل مسلمان سره ويني، هغه باید د خبرو له کولو مخکې پر خپل مسلمان ورور سلام واچوي او هغه ته ووايي زما له خوا په امن کې ياست او سلامتيا دې وي پر تا.
سوله انسانانو ته ارامي وربښي او سوله ده چې له زړونو وېره، ډار، کرکه، نهيلي او نور شيان لرې کوي، سوله جګړه ييز حالت ته د پای ټکی ږدي، د رخې ځای مينې ته پرېږدي او انسانانو ته د پرمختګ لاره هواروي.

اسلام د سولې او رحمت دين

Create: 04/30/2015 - 00:00

هغه وخت چې د الله (ج) ګران رسول په رسالت مبعوث شو نو بشريت لپاره يې داسې دين وړاندې کړ تر څو چې دنيا وي د انسانانو اړتياوو ته ځواب ووايي . په مسلمه توګه هغه دين داسې دوام درلودلى شي چې د عقل ، منطق ، سولې او رحمت پر اساس ولاړ وي  . قران کريم د دغه حقيقت په بيانولو کې چې اسلام د سولې ، رحمت  ، پخلاينې  او دوستی دين دى ،  د بقرې سورې په ۲۰۸ ايت کې فرمايلي ، اى هغو کسانو چې ايمان مو راوړى دى ټول په سولې او پخلاينې کې راشئ او له شيطانه پيروي مه کوئ چې هغه  تاسو ښکاره دښمن دى.  

په سوله کې د علماوو رول

Create: 04/30/2015 - 00:00

لکه څرنکه چې پوهیږو اسلام الله ته د رسیدو یواځینۍ لار، د سعادت او نیکمرغۍ سرچېنه او د ژوند لپاره مکمل قانون دی، همدا راز په دې هم ایمان لرو چې اسلام د الهي نعمتونو مجموعه ده او په اسلام باندې ایمان دې ته وایي چې اسلام د بشریت لپاره دیو نعمت په توګه ومنل شي نه د زحمت او بوج په صفت. قرآنکریم دغه حقیقت داسې څرګندوي:
«واذکروا نعمة الله علیکم اذ کنتم اعداء فالف بین قلوبکم فاصبحتم بنعمته اخوانا..»