حسن حکیمي: کابو یوه نیمه لسیزه مې د سولې لپاره عدالت غوښتنه کړې
فیروزکوه (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۰): د غور ۳۶ کلن اوسېدونکی چې روانه جګړه کې یې ۱۱ خپلوان وژل شوي او د جګړې ټغر ټولولو په موخه یې تر اوسه په یاد ولایت کې د منځګړتوب له لارې سلګونه داسې اختلافي قضیې حل کړې چې د وینې تویېدو لامل کېدې، دی وايي د افغان جګړې لمن یوازې د خلکو او مذاکرې له لارې ټولېدای شي او بس. محمد حسن د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار شمال ختیځ ته په ۱۵ کیلومترۍ کې د قطس کلي اوسېدونکی دی، هغه واده کړی او څلور اولادونه لري. حکیمي وايي، په داسې ولایت کې ژوند کوي چې نامسووله وسلې والې ډلې، سیمه ییز زورواکي او طالبان په کې له اندازې ډېر فعالیت لري.