په دوحه کې د سولې د بین الافغاني کانفرانس پریکړه لیک

Create: 07/17/2019 - 11:05

بسم الله الرحمن الرحیم
موږ د روان ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په ۱۶ ــ ۱۷ چي د ۲۰۱۹ کال دجولای د میاشتي له ۷ ـ ۸ نیټي سره سمون خوري په دوحه کي دسولي لپاره د بین الافغانی کانفرانس ګډون کوونکي په افغانستان کي دسولي لپاره د جرمني د فدرالي جمهوریت او د قطر هیواد هڅو ته د ارزښت په سترګو ګورو او بین الافغاني ناستو د کوربتوب او سهولت برابرولو له کبله یې مننه کوو.

د سولې مذاکراتو په اړه د مدني ټولنې او رسنيو د ملي کنفرانس پرېکړه ﻟﻴﮏ

Create: 04/04/2019 - 09:00

 
کابل - ۳۱ حمل ۱۳۹۸
سريزه:
د سولې مذاکراتو په اړه د مدني ټولنې او رسنيو کنفرانس، د څلورسوه شاوخوا ګډونوالو په ګډون ﭼﯥ ﻟﻪ ﮐﺎﺑﻞ او  ولايتونو راغلي وو، د يوې ورځې لپاره ترسره شو.
د بشپړ راپور لوستلو لپاره دلته کلېک وکړئ

د سولې د ملي مشورتي جرګې پرېکړه لیک

Create: 06/02/2010 - 11:22

د لویې جرګې خیمه، کابل ښار
د سولې ملي مشورتي جرګه د افغانستان د رنځېدلي ملت د ۱۶۰۰ تنو پېژندل شویو استازو په ګډون چې  د ملي شورا په دواړو مجلسونو کې د ملت د منتخبو استازو، ولایتي شوراګانو، علمای کرامو، قومي مخورو، د مدني ټولنې د نهادونو، په ایران او پاکستان کې د مېشتو افغان مهاجرینو د استازو او د ټولنې د نورو پرګنو په شمول چې په ۱۳ کټګوریو کې تنظیم او دعوت شوي وو، له موجوده ناامنیو څخه د وتلو د لارو د لټون او په هېواد کې پایدارې سولې ته د رسېدو په مقصد د مشورې لپاره د پروفیسور برهان الدین ربانی تر مشری لاندی جوړه شوه.