له زندانه ازاد شوی طالب په غور کې مدني فعالیتونه کوي

Create: 12/20/2020 - 11:54

فېروزکوه (پژواک، ٢٩ لېندۍ ٩٩): په غور ولایت کې له زندانه ازاد شوی طالب د سولې خبرو ته هیله من دی او وایي، داسې حکومت باید رامنځته شي چې اسلامي وي او خپل خلک د اسلام په هنداره کې وګوري.
د دولت له لوري د طالبانو د پنځو زرو او د طالبانو له خوا د دولت د زرو بندیانو ازادول د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې برخه وه چې د ۱۳۹۸ کال د کب میاشتې په لسمه د قطر د دوحې په ښار کې لاسلیک شوه. دغه بهیر د روان کال د وري میاشتې په ۲۱مه پیل شو او د وږۍ په ۱۳مه بشپړ شو.
د یادونې ده، له ټولو پنځو زور بندیانو ۲۴ هغه یې د غور ولایت له زندانه ازاد شوي دي.

تاج بي بي: که طالبان سوله وکړي، د وژل شوو درېیو مېړونو وینه مې وربښم

Create: 12/08/2020 - 16:34

اسعداباد (پژواک، ٢٦ لړم ٩٩): د کونړ ولایت يوه اوسېدونکې تاج بي بي وايي، که وسله وال طالبان سولې ته غاړه کېږدي، نو دا چمتو ده چې د هغوى له خوا د وژل شوو درېیو خاوندانو وينه ورته وبښي.
د کونړ د مرورې ولسوالۍ د اوسېدونکې تاج بي بي خاوند چې د ملي اردو په ليکو کې يې دنده لرله، له وژل کېدو وروسته یې له خپل لېوره سره او دغه راز د هغه له وژل کېدو وروسته یې دویم او درېیم مېړونه هم وژل شوي او اوس یې له بل لېوره سره واده کړی دی.

طیب اغا؛ یو مسیر تصحیح کوونکی طالب

Create: 09/10/2015 - 15:58

یوه عزیزه کورنۍ:
طیب اغا د هغه ستر مولوي زوی دی، چې په ۱۳۵۹ کال کې یې د افغانستان د مجاهدینو د وحدت بيرغ پورته کړ او رهبران یې د ملت د اشغالګرانو د حضور ناورین ته د صحیح حل او مقاومت په خاطر د جومات پر پوزي کېنول.
ملنګ لالا چې د شوروي د پوځیانو په مخامخ جنګ کې یو مهال اسیر شو او بیا د یوه شوروي جنرال سره د تبادلې په لړ کې له هیلي کوپتره کوزېده نو هغه د شوروي جنرال د دغه خبرې په مقابل کې چې نور خو به بیا د جګړې میدان ته نه راځي؟ ملنګ لالا ورته وویل: که تاسې د جګړې طرف دلته وئ نو ما به بیا بیا د جګړې په میدان کې وینئ!

په لوی لاس بایللې جګړې

Create: 08/29/2015 - 13:41

کلونه کېږي چې د هیواد د سولې او جګړې په اړه سوچ ډوب کړی یم. په دې لاره کې مې لسګونه نړیوالې بیلګې له نظره تیرې کړې. هره پلا چې مې د نورو هیوادونو اړوند مستند فلمونه (داکومینتري)، کتاب، او تحلیل لوستي نو دې پایلې ته رسیدلى یم چې کلي په زور نه کېږي، سوله په زور نه راځي، کورني بغاوتونه د چړو په ژبه نه حل کېږي او هر کله د شمشیر ځواب شمشیر نه وي.

د پاکستان پر وړاندې د نوي لید اړتیا

Create: 08/12/2015 - 15:04

د افغان ولسمشر وروستيو څرګندونو پر وړاندې د پاکستان غبرګون نرم؛ خو بېړنی و. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اشرف غني له څرګندونو وروسته د خبرپاڼې په خپرولو سره پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار کړی، په افغانستان کې یې وروستي بریدونه غندلي او له ترهګرۍ سره مبارزې په برخه کې یې خپله ژمنه تکرار کړې ده.

پاکستان: جګړه او سوله

Create: 08/11/2015 - 15:21

د میرویس جواد ليکنه
پر دې سربېره چې وسله‌وال طالبان له خپلمنځي اختلاف څخه کړېږي؛ د جګړې په ډګر کې پر دغې ډلې فشار د دې لامل شوی، څو د جګړې تکتیک ته بدلون ورکړي.
د رپوټونو له ‌مخې یوازې د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۶۰۰ تنه طالبان وژل شوي او د دې نیمايي ټپيان دي. امنیتي ادارو ویلي، چې همدا اوس په ۱۴ ولایتونو کې ۲۵ پوځي عملیات دوام لري. همداراز افغان هوايي ځواک څلور C130 الوتکې، ترلاسه کړي. له دغو الوتکو څخه د جګړې سربېره په کشفي، ټرانسپورټي او تحقیقاتي برخو کې هم کار اخیستل کېږي.

د شاه‌ شهید پېښې تر شا

Create: 08/10/2015 - 11:37

د میرویس جواد  ليکنه
په کابل کې د جمعې د شپې برید بې‌ساری بلل شوی دی. په دغه برید کې ۱۵ تنه وژل شوي او شاوخوا ۴۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي. له دغه برید سربېره د پولیسو پر اکاډمۍ د برید له امله ۲۵ تنه محصلین شهیدان شوي او همدومره نور ټپيان شوي دي.

د سولې سرچپه منتر

Create: 08/05/2015 - 09:21

انګیرل کېږي چې افغان سوله او جنګ د بهرنیو کړیو په لاس جوړه شوې دسیسه ده. طالبان په دې تورن دي چې ګواکې د پاکستان نیابتي جګړې پرمخ بیایي او په خپل هېواد کې د نړیوالو پالیسیو استازیتوب کوي خو بلمقابل بیا طالب لوری افغان دولت د امریکا لاسپوڅى بولي.
کلونه کېږي چې د میداني جګړې ترڅنګ د دواړو لورو ترمنځ د الفاظو تاویلي ماویلي هم رواني دي. زه باور لرم چې همیش به افغان دولت او اړونده اړخونو د سولې د راتګ لپاره منډې ترړې کړې وي لیکن هرځل چې د سولې خبرې تودې شوې دې، یوه اړخ په کې قصدآ یا سهوآ ستونزې پیدا کړي او سولیزې هیلې له منځه تللې دي.

Pages