په افغانستان کې سولې ته د لاسرسۍ په موخه د يوې عادلانه او قانوني لارې طرحه
په اوسني ډير ستونزمن او بحراني چاپېريال کې زموږ کړیدلي او بې پناه خلک له خورا زیاتو کړاوونو لکه وزګارۍ او ټولنيزه بیوزلي، بې پولې فساد، پراخې بې عدالتۍ او قانون ماتونې، بې امنيتۍ، پراخ نه مصئونيت او لا سربېره پر دې د کُرونا ويروس له بلا سره لاس او ګرېوان دي. په دغسې يوه ناورين کې دوی د جګړې د پای او د سولې راتلو په هيله، په قطر کې د افغانانو تر منځ خبرواترو پايلو ته سترګې په لاره دي چې ګوندې د سولې له راتګ سره د دوی د غم پېټی يو څه سپک شي.