په افغانستان کې د سولي بهیر او د عامه افکارو سمون په کنفرانس کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو د مرکز د مشر صفت الله صافي وینا

Create: 04/28/2015 - 13:51

بسم الله الرحمن الرحیم
د لوی او بښونکي څښتن تعالی په سپیڅلي نامه!
درنو او قدرمنو میلمنو ! له هرڅه نه مخکي د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز په استازیتوب تاسو ټولو راغلو میلمنو ته زموږ د نن ورځي په کنفرانس کې د ګډون له امله دزړه له کومي هرکلی او ښه راغلاست وایم ، هرکله راشی.
قدرمنو دوستانو! په افغانستان کې ((د سولي بهیر او د عامه افکارو سمون )) زموږ د نن ورځي د کنفرانس موضوع ده چې د کنفرانس په ترڅ کې به راغلي میلمانه او ګډونوال د سولي په ارزښت او دهغو لاملونو په اړه خبري او ارزښتناک بحثونه وکړي چې د سولي په وړاندي یې خنډونه رامنځته کړیدي.ټولو ته څرګنده ده چې سوله دیوې ستري انساني اړتیا په توګه د هر انسان او هري ټولني د وګړو حق دی ، سوله نه یوازي د انسان اړتیا ده بلکي د انسانیت بقا هم په سوله کې نغښتې ده ، تاریخ ددې شاهد دی چې دجګړو په پایله کې په میلیونونو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی بلکې انساني سترو مدنیوتو ته هم ستر او نه جبران کیدونکي  زیانونه اوښتي دي ، ټولنیز بحرانونه رامنځته شوي او په جګړه کې د ښکیلو  هیوادونو اقتصاد ته ستر زیانونه اوښتي دي.
زموږپه هیواد کې هم  د څو لسیزو راپدیخوا د بیلا بیلو لاملونو له امله په بیلابیلو بڼو سره جګړه روانه ده چې له امله یې زموږ ولس له ډیرو ناخوالو سره مخ کړي او زموږ په هیواد یې د راز راز اقتصادي او ټولنیزو بحرانونو سیوری غوړولی دی.
د یادولو وړده چې د تیرو لسو کلونو په بهیرکې هم د سولي په خاطر بیلابیلي هڅي شوي خو هغو هڅو ونشو کړای چې په هیواد کې سولي او امن ته لاره هواره کړي.
د ملي یووالي د حکومت په راتګ سره یو ځل بیا په هیواد کې د سولي او امن د راتلو هیلي غوړیدلي او زموږ د جګړه ځپلو هیوادوالو په زړونو کې د سولي د راتګ امیدونه تازه شویدي ، ځکه چې سوله د ملي یووالي د حکومت د لومړیتوبونو په سر کې ځای لري ، همدا راز د سولي په اړه د ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني دریځ ، تعهد او اراده ددې ښکارندویي کوي چې داځل به دسولي هڅي ارومرو پایلي ولري. په دې اړه چین ، سعودي عربستان او پاکستان ته د ولسمشر سفرونه د سولي په اړه د ولسمشر د تعهد او ارادې څرګندونه کوي.
بل لور ته سیاسي مخالفینو هم دادرک کړې چې جګړه د حل لاره نده بلکي اختلافات باید د مذاکرې او مفاهمې له لاري حل شي چې په دې اړوند د سیاسي مخالفینو او طالبانو ددریځ نرموالی ددې ادعا شاهدې ورکوي چې ټول اړخونه تربل هر وخت د سولي په اړوند مثبت او رغنده دریځ لري.
زیاتره شنونکي او سیاسي محافل په دې اند دي چې په افغانستان کې تر بل هر وخت اوس د سولي د راتګ لپاره یو مساعد چاپیریال رامنځته شوي چې د سولي په اړه د نړیوالو ، سیمي هیوادونو او د هیواد په کچه یې د ټولو دریځونه سره نږدې کړیدي چې باید د دغو مساعدو حالاتو څخه د سولي د تحقق لپاره کار واخیستل شي.
قدرمنو دوستانو! سوله ملي اړتیا او ملي بهیر دی او په دې بهیر کې باید هر هیوادوال په مخلصانه توګه ګډون وکړي او خپله اسلامي او ملي دنده ترسره کړي.
په دې ملي بهیر کې د هیواد د عُلماوو او روحانیونو ، مدني ټولنو ، مطبوعاتو او رسنیو دندي د پاملرني وړ دي ، عُلما او روحانیون کولی شي چې په جوماتونو کې د خطبو او وعظ له لاري زموږ هیوادوال د سولي د ارزښت او اهمیت په حقانیت پوه کړي او ولسونه د سولي له بهیر سره ملګري کړي او د خپل تبلیغ له لاري د سولي ملي بهیر د ټول هیواد په کچه پیاوړي او غښتلی کړي ، همداراز مدني ټولني کولي شي د خپلو مدني غونډو ، سیمینارونو او محافلو   له لاري د سولي له بهیر سره لویه مرسته وکړي او په دې ملي بهیر کې خپله ونډه ترسره کړي ، بل لور ته مطبوعات او رسنۍ هم د یوه پیاوړي ځواک په توګه دنده لري ترڅو په هیواد کې د سولي او امن د راتلو په اړه خپل رسالت سر ته ورسوي، د هیواد چاپي ، تصویري او الکترونیکي رسنۍ د یوه غښتلي ځواک په توګه کولي شي چې د خپلو خپرونو له لاري په ولس کې د سولي د اړتیا په اړه یو لوی خوځښت رامنځته کړي او د ټولني بیلابیلي برخي او قشرونه د سولي دملي بهیر په حقیقت پوه کړي او د سولي ملي بهیر لا پیاوړی او غښتلی کړي.
زه پوره باور لرم که چیري هر هیوادوال ، هر ارګان ، هره ټولنه ، هر بنسټ په پیاوړې اراده ، غښتلي عزم او مخلصانه توګه اګاهانه عمل وکړي ارومرو به د سولي اوسنی بهیر د ټول هیواد په کچه د سولي د یوه ستر ملي خوځښت بڼه غوره کړي او په ټول هیواد کې به زموږ د هیوادوالو د سولي ستر ارمان بري ته ورسیږي.
په اخیر کې یو ځل بیا ستاسو راتګ ته هرکلی وایم.
ستاسو له پاملرني څخه مننه .