متن بیانیۀ افتتاحیۀ حامد کرزی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان در جرگۀ ملی مشورتی صلح

Create: 03/16/2015 - 16:35

بسم الله رحمن الرحیم
جناب حضرت صاحب رهبر جهادی ما رئیس صاحب سنای ما جناب قانونی صاحب رئیس ولسی جرگه رهبران محترم جهادی ما وکیل صاحبان و سناتوران محترم ما اعضای ستره محکمۀ افغانستان خواهران ما بزرگان قوم علمای کرام دین افغانستان نماینده ها و دیپلومات های کشور خارجی و نماینده های شان درافغانستان جوانان ما اعضای محترم جرگۀ مشورتی صلح خواهران وبرادران السلام علیکم .
بسیار خوش آمدید
ډیر ډیر خوشحاله یم چې نن هغه ارمان ته ورسیدم چې دا دوه کاله یې په تلاښ کې وم  او هغه ارمان دافغانستان دخلکو د استازو ، نماینده ګانو ، وکیل صاحبانو ، سناتورصاحبانو ، علماوو دقوم د مشرانو او خویندو سره دمشورې ارمان و او ډیر خوشحاله یم چې دوطن مشران ټول حاضیر وینم خوشحاله یم چې زموږ دهیواد یو پیاوړی سپین ږیری مشر سناتور غلام نبي خان توخي صاحب دادی راسره راغی او په اول کتار کې ناست دی ، حاجي اغا هم راورسیدی . خو په دې کتار کې اونه  په دوهم کتار کې مولوي صاحب محمد حنیف بلخي وینم که دعلماوو په جمله کې ناست وي نو څوک دي مهرباني وکړي زموږ دوطن مشر دی مخ ته دې راولي
والی صاحب بلخی تشریف دارند کجا استند آنجا استند خوش آمدید جای درقطار اول است بزرگ وطن استند از علمای کلان دین ووطن استند کتاب های چاپ کرده اند رساله های دارند افتخار وطن ما استند .
بزرگان عزیزم به نماینده گی شما مردم افغانستان محفل امروز را برای مشورۀ شما دایر کرده ایم بزرگان زیاد از وطن آمده اند علمای زیاد ازوطن آمده اند موسفید های زیادی ازوطن آمده اند کسی شاید پیش نشسته باشند کسی شاید پشت سر نشسته باشند کاشکی به همه جای می بودکه در پیشروی می نشستند ولی اگر نباشد عفوه کنید به نماینده گی شما این بزرگان را خواسته ام حاجی آغا یاری صاحب هم آمده اند یاری صاحب مهربانی کنید صاحب رحیمی برخیز حاجی آغا را جای بدهید ..
په هرحال ګرانو خویندو وروڼو بیا مو هم خدای راوله .
دافغانستان درنځ او درد کلونه ډیر دي د پخواني شوروي اتحاد د اشغال څخه شروع بیا ترهمدې لحظې پوري چې موږ په دې محفل کې سره ناست یو دافغانستان ملت په یوه شکل یا په بل شکل دردیدلی دی خو موږ به نن دهغو ټولو دیرشو کلو جریان نه نقلوو اوږد داستان دي دغم په عین وخت کې د افتخاراتو، صرف به پردې تیرو  نهو کالو او زموږ پرهغو امیدونو ږغیږو چې دنهو کالو راپدیخوا ورسره اخته یو .
هیوادوالو ! کله چې موقته اداره جوړه شوه او ماته دحکومت واګي راوسپارل شوې او استاد محترم استاد رباني انتقال دقدرت راته وکړ او بیا په همدې خیمه کې انتقالي حکومت جوړ شو او دلويي جرګې له خوا وټاکل شوم نو مو احساس داو چې زموږ درد او رنځ ختم شو او دخوشحالۍ شپې او ورځي مو شروع سوې او بیا به دافغانستان دملت څوک دردیږي نه  څوک به ځوریږي نه او څوک به پریشانه نه وي نو په ډیرو امیدو مو داژوند شروع کړ دهغو ډیرو ښکلو نندارو څخه یوه داوه چې دمعارف زنګ مو وواهه د د استقلال په لیسه کې چې اوس اماني لیسه نومیږي په دې کې مو دمعارف زنګ وواهه چې زموږ دخاوري بچیان مکتب ته ولاړ شي په میلیونونو ماشومان مو مکتب ته ولاړل ژوند یې دوباره شروع کړ او موږ په دې خوشحاله وو چې دافغانستان هیڅ مور او هیڅ پلار به بیا پریشانه نه وي چې زوی مې  ولاړی او لور مې ولاړه مکتب ته خدایه رابه سي او که به رانسي او دامو امید وو چې دټول افغانستان ماشومان به دوباره مکتب ته ځي او تعلیم به کوي او رسیږي به او ددې خاوري خدمت ته به چمتو کیږي د خدای تعالی ډیر شکر دی چې دهیواد په ډیرو ډیرو سیمو کې داوشوله په میلیونو ماشومان مو چې هلته مکتب ته استولي وو نن څوک په نهم صنف کې دي چې هلته په اول صنف کې شامل شوي وو څوک فارغ شويدي څوک په فاکولتو کې دي څوک هم د فاکولتو څخه فارغ شویدي او څوک هم متخصیصین دي ډاکتران دي انجنیران دي او اقتصاد دانان دي او په ژوند اخته دي خو متاسفانه دهیواد په ځینو سیمو کې دوه کاله دوه نیم کاله داماشومان مکتب ته ولاړه خو بیا یې مور ، پلار او کور درنځ او درد سره مخامخ شو مکتب یې وسو ، بچی یې شهید شو او موریې بوره شوه په همدا رقم دافغانستان بیرغ پرټول جهان ورپید په ټوله نړۍ کې حاضیر شو په ټول جهان کې ولاړ دی او رنګ یې ښکاره دی او چې ویې ګوري پوهیږي چې دادافغانستان بیرغ دی او په احترام ورته کتل کیږي دهغه حالت نه چې افغانستان صرف درې سفارته دلته درلودل نن په دې هیواد کې تقریبا دشپیتو هیوادو او بین المللي سازمانونو نماینده ګۍ شته او دافغانستان سفارتونه او سفیران په ټوله نړۍکې شته داسي محفل نشته داسي ځای نشته داسي مجلس نشته چې هلته دي دافغانستان نماینده ګي نه وي، حاضیر یو په ټولو کې سیالان شو دهمسایه ګانو سره، په ځینو مواردو کې له هغوی نه مخته شولو ښکاره یو پیژندل شوی یو .
څه ارمانونه مو نور هم پوره شوله سړک مو جوړ شو ، ویاله مو جوړه شوله ، برق مو څه پیداکړ ، ژوند مو څه ښه شو ، پیسې مو څه ډیري شولې  دصرف ۱۸۰ میلیونو ډالرو څخه چې زموږ په خزانه کې نهه کاله دمخه پرتې وې نن څلور زره او تقریبآ پنځه سوه میلیونه ډالره لرو پخپله خزانه کې  څلور زره او پنځه سوه میلیونه ډالره  افغانۍ درنه سوله افغانۍ چلیږي افغانۍ تر کلداري ګرانه سوله افغانۍ تر تومان هم ګرانه سوله هغه بله ورځ وزیر دمالیې راغلی و او مشوره یې راسره کوله ویل یې یو جنجال راپیښ دی ماورته وویل څنګه جنجال درپیښ دی ویل یې چې افغانۍ ډیره ګرانه شویده باید داسي یو کار وکړو چې افغانۍ لږ ارزانه سي ماورته وویل ولي یې ارزانه کوې سړیه ! ویل یې په دې چې په ګرانه افغانۍ دازموږ همسایه ګان بیا زموږ دخاوري سودا نسي کولی زموږ خټکی نسي رانیولی ، زموږ انګور نسي رانیولی ، زموږ بادام نسي رانیولی زموږ غالۍ نسي رانیولی او نور دلایل نو دی اوس په اخته دی چې داکار وکړي او که یې ونه کړي ځکه دډالر په مقابل کې په زور روانه ده ډالر یې را حصارکړی دی د ډالر په مقابل کې هر څه ډالر زورونه وهي افغانۍ تر ۴۶     نه بالا کیږي ، صحي امور مو ښه سول داهر څه مو ترلاسه کړل خو یو ستر ارمان ددې خاوري د هرکور ، دهري میرمني ، دهر بچي د هر سپین ږیري ، دهر نیکه د هر بابا چې په وطن کې سراسري امن راسي هغه ارمان ته ونه رسیدو .
نن به پردې خبرو کوو چې داولي او لاره یې څه ده او هغه ارمان ته هم انشالله وتعالی  او دالله تعالی په مدد ، مرسته او فضل وکرم ورسیږو . درې عمده دلیله دي زما له نظره چې ما دا اوضاع کتلې او په کې اخته یم درې دلیله شته چې ولي زموږ په خاوره کې سوله سراسري نه سوه او هرکور ته ونه رسیده درې دلیله دي او په ښکاره به پردغو دریو دلایلو خبري کوو .
یو دلیل دا و چې کله طالبان او ددوي مشران په کندهار کې سره راغونډ شول او ماته یې دتسلیمۍ خط راواستاوه زه په هغو شپو کې دکندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې وم او دبن څخه راته اطلاع راغله چې د موقتي ادارې دریس په توګه یې ټاکلی یې نو بیا ریس صاحب دباغران چې زموږ د وطن دعلماوو ، سپین ږیرو مجاهدینو څخه دی امیدواره یم چې دلته حاضیر وي که موجود وي خو ښه به وي ریس صاحب دباغران سره دځینو طالبانو مشران چې په هغه کې مولوي صاحب عبیدالله ، مولوي صاحب عبدالرزاق ، سید طیب اغا او نور دطالبانو وزیر صاحبان وو راغلل او ماته یې دتسلیمۍ خط راکړ چې اوس حکومت جوړ شو او افغانستان کې مشر معلوم سو نو موږ نور دجنګ زمینه نه وینو اوموږ واګي دې حکومت ته ورسپارو دا خط دوي ماته په شاولیکوټ کې راکړ او زما هغه وطني ساده ګي دا وه چې ما داخط بیرته ورتسلیم کړ او ورته ومي ویل چې داواخلی تاسو یې یوسی او ماښام یې دراډیو څخه اعلان کړی چې داوطن سره راټول سي او وینه تویه نسي داکاروسو موږ راغلو دلته حکومت جوړ سو ، حکومت مو شروع کړ ، طالبان اکثره پرخپلو کورو کښینستل .
زموږ حکومت شروع سو زه راغلم کابل ته خو په وطن کې هغه چې زما ذهن دلته په کابل کې و د حکومت ذهن وو هغسي عمل نه کیدی د طالبانو په نامه خلک ازاریدل زموږ دخپل حکومت مسئولین ، زورګویان په تشدد سره دخلکو کورو ته تلل خلک یې ازاروله د طالبانو په نوم یې دخلکو کورونه لټول د خلکو څخه یې جایداد غصباوه د خلکو څخه یې کور غصباوه چې ته طالب یې یا دطالب سره تړلی یې دا په ټول افغانستان کې وسول ځیني کسان ددغي بیري څخه مجبوره سول چې خپل کور او کلی پریږدي او ولاړ سي مثالونه یې زه ډیر لرم هغه به اوس پریږدو په دې محفل کې به هم ډیر داسي خلک ناست وي چې کورته یې د حکومت سړی ورغلی دی او ازارکړی یې دی ، خارجیانو هم له ځانه سره داسي کسان ملګري کړل چې داسي اعمال یې وکړل چې خلک او دطالب په نوم سړي پریشانه سول او تښتیدو ته مجبورسول او دوطنه ولاړل نو هم حکومت او هم دحکومت ځینو اعضاوو او منسوبینو ورانی وکړ یا دخپلي شخصي ګټي لپاره یا د عقدې له مخي یا دبې عقلۍ او جهالت له رویه او هم دخارجیانو څخه په دې لړ کې سختي اشتباوي وشوې د خلکو کوروته ورغلل یا به زموږ اعضاوو خطاایستلي وي یا به دوي پخپله داکار کړی وي یوه وجه یې داده چې کوچنۍ وجه یې ده زما په نزد غټه وجه یې نده بله وجه یې داده چې زموږ همسایه ګانو او دباندي ته توجه ونشوه چې هلته څه تیريږي هلته ځاله ګۍ جوړي شوې د تروریزم هلته تربیت ګاوي جوړي شوې دتروریزم هلته دورانکاریو سلسله جوړه شوه او هلته ځینو دطالب په نامه او ځیني هم د القاعده په نامه او ځیني هم  دنورو تروریستانو په نامه روزنه ترلاسه کړه او بیرته افغانستان ته راغلل او ددې خاوري بچی یې دپردي دپاره ترپښو لاندي کړ ، مړ یې کړ ویې ځوراوه او مکتب یې ور وتاړه علمایې شهیدان کړل دقوم مشران یې شهیدان کړل ، بیګناه مامورین یې شهیدان کړل  ولس یې دغم سره مخامخ کړ بم یې وچوه دایې وکړه هغه یې وکړه په ټولوی یې خبریم نو دهغه طالب سره
که به دلیل ظلم بد روشی واعمال دیگر حکومت افغانستان ویاخارجی ها مجبور به فرار ازوطن شده و تفنگ برداشته حکومت افغانستان و خارجی ها مکلفیت اصلی دارند تا ویرا به خاک پس گردانند به معذرت وبا عذر پس درخانۀ خود جا بجا شوند . .
په زرهاوو داسي طالبان سته په زرهاوو داسي نور کسان سته هم په حزب اسلامي کې چې ددې خاوري دښمنان نه دي نه ددې خاوري ددین دښمنان دي نه ددې خاوري دولس دښمنان دي نه ددې خاوري دتاریخ دښمنان دي عام خلک دي لکه موږ وتاسو چې یو دبیري تښتیدلی دی ، ځای نه لري زه شخصآ داسي خلک پیژنم چې څلور پنځه میاشتي دمخه ناحقه بندیان سول په جهاد کې زما ملګري وو ما په جهاد کې ددوي په جبهو کې شپې تیري کړیدي د دوي مې نمک خوړلی دی د دوي سره تللی یم د دوي سره راغلی یم وړمه ورځ خبرسوم د هغي ورځي څخه چې زه په خبرسوم دوي مي را ایله کړه په کندهار کې یې کور و  کور یې پرې ایښی دی تللي دي چمن ته دا دبیري تللي دي او داسي په زرهاوو کسان په دې کلي او وطن کې شته چې ددې خاوري دښمنان نه دي دوي ته موږ دسولي ږغ کوو د وطن دارۍ ږغ کوو چې خدای مو راوله نو هرسړی چې ښه یې واضح کړم .
حرف را خوب واضح بسازم هرفرد از ملت افغانستان ازهرگوشۀ خاک ما وازهرمحل ما واز هرقوم ما وازهرسلسلۀ ما که به دلایل خشونت داخلی وطن ما ترسیده و رنجیده باشندما صدای صلح را میکنیم که برادر غلطی سرزده بیا پس به خانه ات بنشین انشاالله وتعالی که جورش میکنیم آن تعداد کسانیکه ازاین قبیل استند به هزاران استند درسراسر کشور آنها دشمن این خاک نیستند آنها ازهمین وطن استند و میخواهند دراین وطن زنده گی کنند و زنده گی شان هم دربیرون از افغانستان چه در پاکستان باشند چه درایران باشند به عذاب است آنجا هم درترس استند آنهارا گرفته میروند و کلان های شانرا به هر نام که می گیرند بندی کرده میروند صدای صلح ما برای اولاد این وطن است که از پریشانی رفته نه از دشمنی اینجا سلسلۀ دیگری هم است سلسلۀ است که می آید طفل های مردم را می کشد اولاد مردم را می کشد دیروز همراۀ برادر ها نشسته بودم  یاداشت می گرفتم که امروز خدمت شما دراین ورق ها چه عرض کنم برایم احوال آمد که یکی ازنویسنده گان بسیار معروف افغانستان است هو تک نوری صاحب به خیالم که صالح محمدخان نوری صاحب نام دارد اگر اشتباه نکرده باشم کتاب مشهوری را نوشته است قصه های بسیار زیبا به زبان پشتو بنام ملی هنداره ملی هنداره را مردم شنیده اند آنانیکه پشتو صحبت میکنند زیاد تر شنیده اند داستان های بسیار زیبا در بین آن است آدم خان ودرخانی طالب جان وشیرینو نمیدانم چه و چه داستان های بسیار زیبا درآنجا است نویسندۀ این کتاب یک آدم معارف پرور مسلمان دین دوست بچه اش هم ترجمۀ همان کتابها را میکند وترجمه های دیگری را میکند درریاست جمهوری همراۀ ما درریاست دفتر کار میکند نوری تخلص میکند دیروز برای ما احوال رسید که همین نوری صاحب را دو تن بچۀ خاله اشرا که یکی اش معلم بود دیگرش را نمیدانم چه کار میکرد کسی به نام طالب ها احوال داده سه چهار ماه پیش که دیگر معلمی مکن آن بیچاره از ترس که والله می کشند معلمی را رها کرده به قندهاررفته دریک جای بنام محله جات است در محله جات دریک پروژۀ که کاریز را پاک میکند سرپرستی کارگران را میکند پریروز درنماز پیشین درمسجد چینو درآن مسجد کسی به نام طالب یااگر خود طالب باشد به جانش رفته درمسجد بالای نماز پیشین ویرا شهید کرده برادرش در نماز درپهلویش ایستاده است برادرش را که زده برادر دیگرش به همراۀ قاتل درگیر شده قاتل ها دو سه نفر این برادر دیگررا هم زده کشتند دوبرادر را شهید کردند به خاطر اینکه کاریز مردم را پاک میکردند یک لقمه نان حلال پیدامیکرد کی این قتل را میکند مثل اینها صد ها و هزاران را قتل کرده این دشمن اسلام ومسلمین است دشمن انسانیت است دشمن مردم  افغانستان است عفوۀ آن درتوان ما نیست فقط خداوند متعال این کار را میتواند این از توان ما بیرون است این ظالم است اگر القاعده نام خود را می ماند اگر طالب  نام خود را می ماند هرچه که نام خود را می ماند دشمن افغانستان ودشمن دین اسلام است و ظالم است این راما عفوه کرده نمیتوانیم با اینها گپ هم زده نمیتوانیم میتوانیم در مسجد یک آدم را به پنج هزار افغانی روز برای خود پیدا میکند کاریز را پاک میکند تو آنرا درمسجد میروی ومی کشی ویا مکتب را بسته میکنی یا معلم را شهید میکنی ویا علما را شهید میکنی علمای بسیار جهد این خاک شهید شده اند پس ما با القاعده و این طور یک ظالم ازهرنام که باشند اورا نمیتوانیم عفوه کنیم و همرایش مذاکره کنیم واینجا صدایم ..
دلته مې غږ په ټولو هغو کسانو دی چې د طالبانو د مشرانو په نامه په پاکستان، افغانستان او ایران کې ناست دي او کار کوي چې که دا قاتل د هغه ځوان چې دپنځو زرو افغانیو روزی له پاره چې د خدای تعالی په حکم حق حلال دی کاریز پاکوي، ته ورځې او د ماسپښین پر وخت هغه د لمونځ پر وخت وژنې. د طالب مشره! که ته پرې خبر یې غږ پرې وکړه که اسلام دی چې دا نا روا کار دی،ځان ځینې لرې کړه، مه کوه، بیا غږ درباندې کوم وروه!عزیزه طالب جانه چې دادې خاوره ده راشه، هغه ځای چې زه ملامت یم هلته به ځان درته پړ کړم او  هغه ځای چې ته ملامت یې پړ کوم دې نه، خو د ورانۍ څخه لاس واخله. بچۍ مه وژنه، اولاد مه وژنه او د سولې غږ ته غاړه کیږده. د پردو له لاسه ځان را خلاص کړه. نن یې ټوپک در کړی دی او صبا یې په بندې خانه کې اچولی یې. دا څنګه جهاد دی؟
او دا اعلام چې تر هغو سوله نه کوم ، تر څو چې خارجی د افغانستان څخه لاړ نه شی، خارجی وایي تر هغه نه ځم چې دوی مات نه کړم او ته وایي تر هغه نه ځم چې خارجی لاړ نه شي. دا لکه چې   سره جوړ یاست ، لکه چې سره په خپل مابین کې جوړ یاست، خو مونږ خبر نه یواو چل مو مونږ ته جوړ کړی دی. تر هغو چې ته خپلې خاورې ته را نه شي هغوی ته دې ښه بهانه په لاس ورکړیده او والله که ولاړ شي، مونږ یې هم نه پریږدو چې همدا سې لاړ شي، تر څو چې دا وطن  موپرې جوړکړی نه وي او  آباد یې نه کړو او تشکر یې کوو.مننه یې کوو، زمونږ خاورې ته یې خدمت کړی دی. ما خو شخړې ډیرې ورسره وکړې او ځینې مې پر حق ور سره وکړې، خومننه یې هم کوو . دلته د هغو نماینده ګان ناست دی او دوی دې خاورې ته خدمت کړی دی. دې خاورې ته یې سړک راوستی دی، دې خاورې ته یې معاش راوړی دی، دی خاورې ته یې یوه ګوله ډوډی راوړی ده، دې خاورې ته یې هغه شیان راوړي دي چې په پنځوسو او سلو کلونو کې به زمونږ په وس نه وای، هغه یې راسره کړي دي.که یې غلطی حسابوو نو ښیګڼې به یې هم حسابوو.په ښکاره به یې حسابوواو ښه به یې حسابوو،نوکور یې ودان . نو طالبه دا بهانه به نه کوې چې دلته خارجی دی.دا دیرش کاله کیږي چې افغانستان د یو خارجي او بل خارجي په نامه درد ور پیښ دی او ټوک ټوک کیږي. د خارجیانو،ناټواو امریکې سره اوس زمونږ خبرې ډیرې واضح دي. دوه کاله زمونږ جنجال ور سره ؤ، تشنج ؤ او تاسو ټول پرې خبر یاست.زما ویناوې مو هم اوریدلي او د دوی تبلیغات مو هم اوریدلي دي، خو د هغې ورځې راهیسې چې دا جنرال مک کرستال راغلی دی وضعه بیا لږه  ښه شویده. یو خو دا ښه شو یده چې ریښتیا را ته وایي او چې یو څه پیښ شي راشي راته کیني چې رئیس جمهوره دغه پیښه ده څه راکوې؟ په ملکي تلفاتو کې مو کمښت راغلی دی او دا د دې په معنی نه ده چې مونږ لا خوشحاله یو، نه! مونږ لا خوشحاله نه یو. مونږ غواړو چې ملکي تلفات په مطلق ډول بند شي. د خلکو د کورونوپه تلاشی او بندیتوب کې کموالی راغلی دی. خو غواړو چې مطلق دا د افغانستان په اختیار کې شي. د افغانستان عدالت او قضا دافغانستان کار دی، د پردو کار نه دی او دا به زمونږ   په اختیار کې وي. بندې خانې او او زندانونه باید ټول  مطلق زمونږ وي. خپله یې ساتو . امریکې ته چې ور غلی وم په دې باب مې ددوی   جمهور رئیس، وزیر خارجه او نورو اعضاوو سره مفصلې خبرې وکړې. د ټولو مشکلاتو سره سره چې مو درلودل کور یې ودان ډیره ستره میلمه پالنه یې وکړه.تاسو به یا اوریدلي وي او یا به مو هم په تلویزیونونو کې لیدلي وي. د امریکې حکومت درې څلور شپې ټول حکومت زمونږ سره په مذاکرو  او مهمان نوازی اخته ؤ.ما یې جمهوږر ریس ته وویل چې وروره دغه دغه مسایل دي چې د افغانستان ملت په ځوریږي  مونږ ستاسو په رابطه او اړیکو خوشحاله یو ستاسو سره په دوامداره رابطه خوشحاله یو او دا رابطه غواړو او  دا د افغانستان په خیر بولو، خو ملکي تلفات موځوروي او د شپې د کورونو تلاشي مو ځوروی او بندې خانې زمونږ کړی. زما سره د کندز د یوې غریبې کورنۍ عکس ؤ چې ماته جنرال مک کرستال راکړی ؤ، نو ما دا عکس هغه ته ور ښکاره کړ.ماوویل دغه افغانستان دی دا مونږ چې چې لوکس لوکس شا او خوا درته ناست یو دا افغانستان نه دی، دغه بیچاره او غریب افغانستان دی.دا خواره ښځه ده او دا یې خوار ماشوم دی.ده راته وویل چې وروره دا ماته سیاسي خبره نه ده ، بلکې داماته  یوه انساني خبره ده، په خپل کنفرانس کې یې هم د ا خبره یاده کړه اوراسره یې ومنل چې د دې میاشتې یعنې د دلوې د لسمې څخه به بندي خانې د افغانستان واک ته سپارل کیږي، یعنې پیل به یې کیږي اود وزارت دفاع او نورو له خوا مو  هیئت  ټاکلی دی چې مطلق او په تمامه معنی د افغانستان ټولې بندي خانې ، قضایي او عدلی امور د افغانستان په واک کې وي هیڅ خارجی به په هغه واک او اختیار ونه لري. دغه فیصلې مو تر لاسه کړې. خو دا غواړو چې نور هم په دې کوښښ وشي چې ملکي تلفات لږ شي او د خلکود کورونو لټون لږ شي او څه توجه هغه حقایقو او هغو حالاتو ته   وشي چې د افغانستان څخه دباندې دي ، د افغانستان د بهر څخه په دې خاورې را تپل کیږي او هم طالب او هم د ده هموطنه  بچۍ په دې دسیسه کې وژل کیږي اوتر پښو لاندې کیږي .
زمونږغوښتنه د نړیوالې ټولنې څخه داده چې دې خبرې ته توجه وکړي . 
د سولې په باب هم اوس غرب په تیره بیا اروپا او امریکا زمونږ سره زمونږ په دې تګلاره قانع ده. پرون ماته د خارجې وزیرې هیلري کلینتن  تلیفون کړی ؤ او د کامیابی آرزو یې را ته وکړه او ویې ویل چې هر نوعه همکاری ته حاضر یم. د انګلستان صدر اعظم ښاغلي کامیرون هم زنګ را وهلی ؤد همکاری اعلام یې وکړ او د ملل متحد سر منشي بانکي مون هم زنګ را وهلی ؤ او د همکاری او ملاتړ اعلام یې وکړ. نو حالات مو د دوی سره ډير ښه سوي دي او ډیر بهتره شوي دي. خدای (ج) دې وکړي چې په همدغه تر تیب مخته سره لاړ شو، تر څوکامیابي او امن مو په دې خاوره کې په نصیب شي.د سولې له پاره    او د سولې د راوستلو له پاره .
خواهران و برادران عزیز کوشش های بسیار زیاد از چندین سال بدین طرف کرده ایم مهمترین کوشش بهبود رابطه با همسایه ها بود سلسلۀ بهبود این رابطه را ما ازجرگۀ مشترک افغانستان وپاکستان آغاز کرده ایم اگر بیاد شما باشد که یک حرکت بسیار نیک بود رابطۀ ما با پاکستان الحمدالله بسیار بهتر از گذشته شده است تفاهم ما بهتر شده است نشست وبرخاست ما بهتر شده با ایران هم رابطۀ حسنه وبرادروار بسیار عالی داریم بسیار نیک داریم خداکند که به همین ترتیب و به همین قوت انشالله وتعالی به طرف آینده برویم کوشش های همه جانبۀ دیگری کرده ایم باوطن با همسایه های ما با طالب ها چندین بار برایش احوال فرستاده ایم به همراه شان مجلس کرده ایم به همراۀ شان نشسته ایم استدلال کرده ایم تبادل نظر کرده ایم تمام کوشش هارا کرده ایم حکومت ترکیه که از دوست بسیار قدیمی افغانستان است ونیک افغانستان است درایجاد روابط نیک و خوب ما با پاکستان چندین بار جلسات سه جانبه راترتیب داده اند وکوشش کرده اند ما ازآنها بسیار زیاد تشکر میکنیم از رئیس جمهورترکیه از صدراعظم ترکیه ومردم که سخت در این راستا باما کوشا استند درتمام موارد کوشش میکنند مهمترین کوشش را بزرگان عزیز وطن ما علمای کرام دین بزرگان قوم خواهران وبرادران ما خادم حرمین شریفین پادشاۀ عربستان سعودی کرده اند سه سال پیش به اعلیحضرت شان خط نوشتم که خادم حرمین شریفین افغانستان ازاین درد می گذرد تمام جریان دردرا برای شان عرض کرده ایم حالات همسایه هارا حالات وطن را حالات زنده گی مردم افغانستان را رنج ودرد مردم مارا دو سه ماه انتظار کشیدم جواب نرسید باز برایشان تیلفون کردم گفتم خادم حرمین شریفین من برایتان یک خط روانه کرده ام شما دیده اید گفت که نه من ندیده ام تا به حال برای من نرسیده از طریق کی روانه کرده ای از طرف سفارت تان چند روز بعد جواب برای ما آمد نمایندۀ شان آمد که خادم حرمین شریفین خط شمارا خوانده و بسیار شکر گزار است که شما به این راۀ نیک صلح اقدام میکنید و آرزوی مدد ومساعدت خادم حرمین شریفین را بحیث مقام بزرگ جهان اسلام شما دارید که بیشک مقام بزرگ جهان اسلام نزد ما است کعبۀ شریف درهمانجا است روزی پنج بار جهان اسلام بدان طرف استادمیشوند ونماز میخوانند گفتند بسیار خوب است آنها هم یک مجلس سه جانبۀ بین ما پاکستان وعربستان سعودی به ریاست خود خادم حرمین شریفین تشکیل دادند به سعودی مارا دعوت کردند بسیار قدرو عزت کردند بسیار مهمان نوازی کردند و به تمام معنی آماده گی این را دارند که به ملت افغانستان درآوردن صلح خادم حرمین شریفین کمک کند ومساعدت کند ازما صدا ازآنها گفتند به هردو دیده به همراۀ ما به دویدن است به آنجا هم رسیدیم پس از خادم حرمین  شریفین بسیار تشکر میکنیم به ما لطف کرده اند این کوشش های خود را درراستای صلح وآوردن امن به افغانستان ادامه میدهند امریکاو غرب را هم گفتم که حالادراین پروسه حاضراستند حالا کارکار مااست که به اصل مطلب برسیم کار کارما است و کار هموطنان ناراض ما است که هموطنان ناراض ما هم درک کنند که هرچیزیکه میکنیم به هرنام که میکنیم ضررش فقط و فقط به مردم افغانستان میرسد ومظلومیت ما زیاد ترمیشود چیزی دیگر بدست نمی آید افغانستان زیاد ترزیر اثر می آید افغانستان زیاد تر مجبور میشود وصدای ما به مملکت خود ما به کشورخود ما ست به تمام علمای مردم افغانستان است که دراین راستا بعد ازاین به بسیار دقت وجدیت کوشای صلح باشیم تا این برادر های ناراضی مارا پس راضی کنیم بیاریم و تحت قانون اساسی افغانستان ودستآورد های وطن با حفظ دستآ وردهای وطن ما دراین راستا کوشش کنیم جرگه را خواهران وبرادران عزیز جرگۀ مشورتی صلح را به این دلیل دعوت کرده ام بعد از دوسال کوشش و خواری ونیت که داشتیم تا از ملت افغانستان نماینده های ملت افغانستان راجع به اینکه چگونه به صلح اقدام کنیم بکدام سرعت اقدام کنیم باکی صلح کنیم و چطور صلح کنیم مشورۀ ملی حاصل کنیم مشورۀ سراسر افغانستان را پس امروز که من به مقابل شما ایستاد استم بزرگان عزیز وطن ملت افغانستان دیده براه به شماست چشم انتظار است به فیصله های شما به مشوره های شما تا به ملت افغانستان راۀ رسیدن به صلح بگشائید تا افغانستان را ازاین رنج و درد که می برند نجات بدهیم امروز در نشست شما امید بزرگ ملت افغانستان است امیدواراستم که درسه روز جلسات تان کوشش تان شما پیامی به ملت افغانستان برسانید که هم برای کشور صلح بیاید هم دستآوردهایش حفظ شود وهم دوستی اش با جهان حفظ شود هم دوستی اش با جهان حفظ شود بسیار متوجه باشید بسیار متوجه باشید خواهران وبرادران این جهان که امروزبا ما دوست استند وآمده اند اینها کسانی استند که تمام کشورها پشت شان افتیده اند که بهر قسمیکه میشود یک سلام علیک همراۀ شان داشته باشند ..
وپوهیدو که ونه پوهیدو په دې خبره چې هم مو سوله راشي او هم مو هغه لاسته راوړني حفظ شي او هم مو د دنیا سره دوستي حفظ شي. رابطه مو حفظ شي او دنیا راسره واوسي چې ددې غربت، بیچاره ګی او تنګدستی څخه خلاص شو او د یوې روښانې، د سولې او امن سره سره د ترقی د آیندې خواته ولاړ شو.او د عزت د ژوندانه خواته ولاړ شو چې یو معزز، موړ، آباد د عزت وطن یو خو بچی موهم  پر کور وي. مور مو هم آرامه وي او اولاد مو پر وطن وي. نو بیا غږ کوم چې طالب جانه وروره! خدای دې راوله خپلې خاورې ته . دا خاوره مه  ځوروه او ځان هم مه برباد کوه. هر ځای چې څوک مړ دی نو ددې وطن بچۍ مړ دی. که ته  یې ددې خاورې یې او که زه یم هم ددې خاورې یم. دواړه وروڼه سره مرو هره ورځ. راشه د دې مرګ او ژوبلې څخه دواړه ځان خلاص کړو او دا خاوره آباده کړو او ستاسود وطن د مشرانو او علماوو په مشوره او هدایاتو یې آباد کړو. څه چې تاسو مشوره راته راکړه   څه چې تاسوفیصله راته وکړه مونږ به لاس په نامه در ته ولاړ یو او هغه به کوو. کامیابه و اوسۍ، جوړ و اوسۍ درې ورځې بعد سبا بل سبا به بیا له خیره سره ګورو ډیره مننه .
کامیاب باشید بخیر باشید